د لړم د ۱۷ ترهګریزې پېښې شهیدانو ته د درناوي او دعا مراسم
د ۱۳۹۹ کال د لړم ۱۹مه– د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي او کارکوونکو د خپلو شهید شویو کارکوونکو چې د لړم د روانې میاشتې پر ۱۷ نېټه په یوې ترهګریزه پېښه کې پر شهادت رسېدلي د دوی په کارځایونو کې له عکسونو سره د ګلونو د ګېډیو په اېښودلو سره د درناوي مراسم تر سره کړل.
د لړم د میاشتې په ۱۷مه نېټه د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې له کبله یې د دې بانک درې تنه کارکوونکي په شهادت ورسېدل. د شهیدانو په ډله کې د افغانستان بانک د ریاست دفتر د لوی آمریت د عامه اړیکو سلاکار یما سیاوش، د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت مرستیال احمدالله انس او د دوی موتر چلوونکی امین الله رضایيشامل ؤ.
د بانک کارکوونکو د شهیدانو ارواګانو ته د دعا پر کولو سره د دوی عکسونه چې په ګلونو پوښل شوي وو، د دوی پر چوکیو کېښودل.
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي او کارکوونکي د لوی خدای ج له دربار څخه د شهیدانو ته جنت الفردوس، کورنیو ته یې جمیل صبر او په غم ځپلي هېواد کې تلپاتېسوله غواړي.