د مس عینک پروژې د بیا ځلي پیل په اړه غونډه جوړه شوه
1443رمضان 29 مه – د افغانستان بانک د ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي په مشرۍ د MCC شرکت له استازو سره د عینکو د مسو کان پروژې د بیا پیل په اړه غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د دې پروژې د پیل لپاره په قانوني ډول هیواد ته د پیسو پر راتګ او یو شمېر نورو اړوندو مالي او بانکي چارو هر اړخیز بحثونه تر سره شول.
په دې غونډه کې ښاغلي پسرلي د یاد شرکت مسئولینو ته د اړوندو موضوعګانو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې د ټولو ملي پروژو د پلي کېدو لپاره اړینې مالي او بانکي آسانتیاوې برابرې کړي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د MCC شرکت مسئولینو د افغانستان بانک له نیک نیت مننه وکړه او هیله یې وښوده چې په دې برخه کې به د دوی لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې شي، څو وکولای شي په ښه ډول د یادې پروژې چارې پیل کړي.