د همغږۍ، عامه پوهاوي، چارو ته د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ په موخه د ورکشاپ جوړیدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۷:۶
د همغږۍ، عامه پوهاوي، چارو ته د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ په موخه د ورکشاپ جوړیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۳ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د افغانستان بانک د مرکزي دفتر، زونونو او ولایتي نمایندګیو د مسئولینو او کارکوونکو ترمنځ په کابل کې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو. د دې ورکشاپ موخه د افغانستان بانک د مرکزي دفتر، زونونو او ټولو ولایتي نمایندګیو ترمنځ همغږي، عامه پوهاوی، چارو ته د مسئولینو لا زیاته پاملرنه او د همکارۍ رامنځته کول دي.

د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ورکشاپ په پیل کې وویل چې له ډېر وخت راهیسې یې غوښتل چې د افغانستان بانک د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ، عامه پوهاوي، چارو ته د مسئولینو د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ رامنځته کولو په موخه د مرکزي بانک اړوند مسئولین او کارکوونکي په یوه روزنیز ورکشاپ کې سره راغونډ کړي، ترڅو د ورکشاپ ګډونوال د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړي او له یو بل سره خپل نظرونه شریک کړي.

ښاغلي نور احمد آغا زیاته کړه چې د دې ورکشاپ موخه د همغږۍ، عامه پوهاوي، چارو ته د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ له لارې د اداري پروسو چټکتیا، د خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیا، په چارو کې روڼتیا او کاري پرمختګ رامنځته کول دي او ډاډمن یو چې دا موخې به په ګډو هڅو ترلاسه کوو.

همدا راز، ښاغلي نور احمد آغا په کاري چارو کې د ایماندارۍ، دیانت او صداقت پر اهمیت خبرې وکړې او له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې هغوی ته ورسپارل شوې دندې د الله تعالی لخوا ورکړل شوی امانت وګڼي او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د دندې د پرمخ بېولو په برخه کې په پوره مسئولیت او مکلفیت سره د روڼتیا، صداقت، اخلاص او د حساب ورکولو اصل په پام کې ونیسي او د خپلو مسئولیتونو په ترسره کولو کې هېڅ ډول ناغیړي او تېروتنې ونکړي.

د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو په بله برخه کې د اقتصادي ثبات پر اهمیت خبرې وکړې او ويې ویل چې د اقتصادي ثبات لپاره یو پرمختللی مالي نظام اړین دی او د دې موخې لپاره زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان بانک په مرکز او ولایتونو کې په مالي او بانکي برخو کې داسې سیستم رامنځته کړو چې له نړیوالو معیارونو سره سم او پر عصري ټکنالوژۍ سمبال وي ترڅو هېوادوال په آسانه توګه وکولای شي چې مالي او بانکي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

همدا ډول، ښاغلي نور احمد آغا د افغانستان بانک د بېلابېلو زونونو له مسئولینو، د ولایتي نمایندګیو مدیرانو او اړوندو کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې د قوانینو او مقرراتو او د مشرانو د لارښوونو د عملي کولو په برخه کې بشپړه پاملرنه وکړي او په دې تړاو هېڅ ډول تېروتنې ته ځای پرې نږدي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د ١٠ سرحدي نمایندګیو، ٣٣ ولایتي نمایدګیو ١١ شهري څانګو مدیران او د ٧ زونونو آمرین ګډون لري. دا ورکشاپ به دریې ورځې دوام ولري چې د افغانستان بانک بېلابیل آمریتونه به د ورکشاپ له ګډونوالو سره د مختلفو پریزنټیشنونو له لارې د تخنیکي پروسو، پالیسیو، قوانینو او مقرراتو په هکله هراړخیز معلومات شریک کړي او ګډونوال به وکولای شي چې د اغېزناکو بحثونو او خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې، حل لارې او نظرونه یو له بل سره شریک کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د بانکي حساب پرانیستل آسانه شوي دي!

آیا تاسې بانکي حساب ته اړتیا لرئ؟

اوس تاسې کولی شئ چې یواځې د تذکرې په درلودلو سره انفرادي بانکي حساب پرانیزئ. د تذکرې د نشتون په صورت کې، کولای شئ تر هغه وخت پورې چې تذکره ترلاسه کوئ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک 25 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شعبان المعظم 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شعبان المعظم د میاشتې په 6 نېټه (1403/11/17) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (25) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۰
Background image

د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه

۱۴۴۶ د شعبان المعظم ۴ مه – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره د افغانستان بانک له هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته