د پیسو د نړیوال صندوق په غونډه کې د افغانستان بانک د پلاوي ګډون

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۳:۱۳
د پیسو د نړیوال صندوق په غونډه کې د افغانستان بانک د پلاوي ګډون

د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال، ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د افغانستان بانک د رهبرۍ پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق په غونډه کې چې د افغانستان د دولت او د پیسو د نړیوال صندوق ترمنځ د سلواغې میاشتې له ۳ نېټې څخه تر ۶ نېټې پورې د دبۍ په ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

یاده غونډه د هېواد د وروستیو پرمختګونو، اقتصادي لرلید، اداري اصلاحاتو او د سیمې د وضعیت په اړه د بحث او خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه. همدا ډول، د اسعارو د مبادلې د نرخ، خالصو اسعاري زیرمو، د انفلاسیون نرخ او بانکي نظام په اړه د تفصیلي خبرو اترو وروسته د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د پلاوي مشر، ښاغلي کرسټوف ډوینوالډ څرګنده کړه چې” د پیسو د نړیوال صندوق په اجرائیه ناسته کې د کریډټ د اسانتیا د غځونې (ٍECF) پروګرام شپږمه او وروستۍ بیاکتنه بشپړه شوه چې نوموړي د پیسو د نړیوال صندوق سره د ګډ اقتصادي پروګرام په بریالۍ توګه ترسره کول د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه. “

نوموړي زیاته کړه چې په بریالیتوب سره د کریډټ د اسانتیا د غځونې پروګرام د بشپړیدو لامل په بریالۍ توګه د دې پروګرام د موخو په پلي کولو کې د افغان چارواکو او د دوی د اړوندو ټیمونو کاري ژمنتیا وه، چې د ستاینې وړ ده. ښاغلي کرسټوف څرګنده کړه چې د افغانستان وروستي اقتصادي پرمختګونه تر ډیره د پیسو د نړیوال صندوق د وړاندوینو مطابق دي او لکه څنګه چې د اسعارو په وړاندې د  افغانۍ د  مبادلې پر نرخ فشار راټیټ شوی دی، خالصې اسعاري زیرمې په ښه حالت کې دي او د انفلاسیون نرخ هم د وړاندوینې په نسبت ټیټ ثبت شوی دی.

ورپسې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال، ښاغلي واحدالله نوشیر په بریالیتوب سره د کریډټ د اسانتیا د غځونې پروګرام بشپړول د افغانستان د دولت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د دې پروګرام په بشپړیدو او پلي کیدو کې یې د پیسو د نړیوال صندوق د ټیم له دوامداره هلو ځلو مننه وکړه. ښاغلي نوشیر د کرسټوف له کړنو څخه چې د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د مشر په توګه یې کاري موده پای ته ورسیده، په ښه توګه یادونه او د یو ستاینلیک او د افغانستان نقشې او په انګلیسي ژبه د ولاینونو نومونو درلودونکې یوې تختې افغانۍ قالیني په ورکولو سره یې د نوموړي د کړنو ستاینه وکړه. ښاغلي نوشیر همدارنګه عظیم صادقوف ته چې د ښاغلي کرسټوف پرځای نوی په دنده ګمارل شوی دی، مبارکي وویله او نوموړي ته یې د لا بریالیتونو هیله وکړه.

په پای کې د افغانستان دولت او د پیسو نړیوال صندوق پریکړه وکړه چې د کریډټ د اسانتیا د غځونې د بشپړ شوي پروګرام تر لاس لاندې نیول پالیسیو ته به د نوي پروګرام تر پیل پورې دوام ورکړي او د راتلونکي اقتصادي پروګرام په اړه چې د روان زیږدیز کال په نیمایي کې به پیل شي، خبرې اترې وکړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۷:۲۵
Background image

د افغانستان بانک په نوښت د ملي او نړیوالو ادارو په ګډون د وړو تمویلونو ملي کنفرانس جوړ شو

۱۴۴۶ د جمادی الاول ۱۱ مه – د افغانستان بانک په نوښت د ملي او نړیوالو ادارو د استازو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د ډله ایزو رسنیو د استازو په ګډون په کابل سرینا هوټل کې د وړو تمویلونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۸:۲۵
Background image

د ایوفي او اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونده کې د افغانستان بانک د رئیس ګډون

د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې (ایوفي) او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۲۸
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته