د ګمرکونو د عمومي ریاست له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ کب ۱۹ مه - د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو د لوی آمریت د آمر ښاغلي عبدالواحد جبارخیل پر مشرۍ د ګمرکونو د عمومي ریاست له استازو سره د عوایدو د راټولونې په چارو کې د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو او اداینو د لویو آمریتونو آمرینو د افغانستان بانک له لوري د ګمرکونو له ریاست سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې په بانکي برخه کې خپلې غوښتنې د افغانستان بانک سره شریکې کړي، ترڅو په چارو کې همغږي زیاته او د هیواد په ټولو برخو کې عواید په ښه ډول را غونډ او اداینې په ښه ډول تر سره شي.
باید وویل شي چې د ګمرکاتو د عمومي ریاست استازو هم په دې برخه خپلې ستونزې او مشکلات د افغانستان بانک له لوري سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتو آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی وو.