له افغانستان سره د بشري مرستو د بندیدو په اړه د ځینو رسنیو له خوا د خپرو شوو خبرونو په اړه وضاحت
پرون یو شمېر رسنیو د افغانستان بانک د ویاند له قوله د نړیوالو مرسته کوونکو د بشري مرستو د بندېدو په اړه راپور خپور کړی دی چې حقیقت نه لري. د افغانستان بانک د رسنیو له محترمو همکارانو په ډېر درنښت هیله کوي چې د اخبار په لیکلو او خپرولو کې د بېطرفۍ اصل ته پاملرنه وکړي او د عامه ذهنونو د خرابوالي سبب نه شي.
د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.