له ځینو ځایونو نیول شوې نغدي پیسې د افغانستان بانک ته وسپارل شوې
۱۴۰۰ د تلې ۶ مه – د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو له لوري نیول شوې پیسې چې د خوست، لوګر او پنجشیر له ولایتونو څخه تر لاسه شوې وېد افغانستان بانک ته وسپارل شوې.
د دې نغدو پیسو کچه شاوخوا ۱.۶ میلیونه امریکایي ډالر او څه باندې ۷۹ میلیونه افغانۍ کېږي.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالقدیر احمد د یادو پیسو د تسلیمۍ پر مهال د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو له امانتدارۍ مننه وکړه او خزانې ته د امانتونو سپارنه یې بیت المال ته د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو ژمنتیا په ګوته کړه.
په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت هغو کسانو چې د افغانستان بانک ته یې یادې نغدې پیسې سپارلې، د هغو کسانو ستاینه وکړه چې یادې پیسې یې په پوره امانتدارۍ سره دوی ته رسولي دي.