هېواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې پنځلسمه کڅوړه را ورسېده
![هېواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې پنځلسمه کڅوړه را ورسېده](/sites/default/files/2022-02/dab123.jpg)
۱۴۰۰ د سلواغې ۲۷مه_ افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې یو ځل بیا د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بشري مرستو کڅوړه کابل ته را ورسېده.
افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا پنځلسمه کڅوړه ده چې کابل ته راځي او افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د مننې تر څنګ غواړي چې د بانکي اړیکو په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.