هېواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې څوارلسمه کڅوړه را ورسېده
۱۴۰۰ د سلواغې ۲۵ مه_ افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې یو ځل بیاد ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بشري مرستو کڅوړه کابل ته را ورسېده.
افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا ۱۴ کڅوړه ده چې کابل ته راځي او افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د مننې تر څنګ غواړي چې د بانکي اړیکو په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.