په بلخ ولایت کې د افغانستان بانک زون لپاره د نوې ودانۍ پرانیستل

۱۴۴۴ کال د صفرالمظفر ۱۷ – د افغانستان بانک سرپرست رئیس عبدالقاهر (حاجي ادریس) او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې یې د افغانستان بانک د شمال زون لپاره د نوې ودانۍ پرانیستنه وکړه.
د دې زون لپاره د جوړې شوې ودانۍ د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) وویل چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د درنو هېوادوالو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي. د نوموړي په خبره په یاده ودانۍ کې د ننني عصر او تکنالوژۍ سره سم ټولې اړینې آسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي او دا چاره کولای شي درنو هېوادوالو ته د پر وخت او غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې بلخ ولایت ته د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره د دې بانک دویم مرستیال ښاغلی عبدالقدیر احمد هم ملتیا کوي. ښاغلي عبدالقدیر احمد نن د افغانستان بانک په شمال زون کې د دې زون له کارکوونکو سره ولیدل او له دوی یې وغوښتل چې د درنو هېوادوالو لپاره په پوره صداقت غوره خدمتونه وړاندې کړي.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک په شمال زون کې دا ودانۍ په پنځو پوړونو کې رغول شوې، ۲۲ خونې لري او ۳۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
هېره د نه وي چې شمال زون ودانۍ د پرانیستې پر مهال د بلخ والي ښاغلي مولوي قدرت الله ابو حمزه په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ په پراختیا ټینګار وکړ او دا برخه یې د خورا ارزښت وړ یاده کړه. باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د بېلابېلو ریاستونو مشرانو او د صرافانو ټولنې استازو هم ګډون کړی وو.
د یادونې وړ ده چې بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) او ورسره پلاوي د قوش تیپې له کنال څخه هم لیدنه وکړه او د دې کانال رغونه یې د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د ارزښت وړ یاده کړه.