ګرانو هیوادوالو!
څرنګه چی تاسو ته څرګنده ده، د افغانستان بانک په ۱۴۰۰/۸/۱۲ نېټه سوداګریزو بانکونو ته متحدالمال مکتوبونه صادر کړي دي چی پر بنسټ یې هغه مشتریان چې له پورته یادې شوې نیټې وروسته په بانکونو کې خپل امانتونه ږدي، کولای شي له کوم محدودیت پرته یې له یو حساب څخه بل حساب ته ولېږي او یا یې په بشپړه توګه ترلاسته کړي
همدا ډول د افغانستان بانک له ژمنې سره سم په هڅه کې دی څو په دې برخه کې ګرانو هیوادوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د بانکي نظام کړنې عادي حالت ته راوګرځوي.