د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس  د ختیځ زون ولایتونو له والیانو او امنیتي مسؤلینو او د افغانستان بانک دنمایندگیو له مدیرانو سره ولیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۴:۲۱
د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس  د ختیځ زون ولایتونو له والیانو او امنیتي مسؤلینو او د افغانستان بانک دنمایندگیو له مدیرانو سره ولیدل

۱۴۴۵ شعبان المعظم ۲۳- د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدايت الله بدري د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو له واليانو، امنيتي مسؤلينو او ښاروالانو سره ولیدل. د دې لیدنې موخه د مالي سکتور پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د افغانۍ ترویج او خلکو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د امارتي ادارو ترمنځ د ګډو هڅو او همکاریو روحیه رامنځته کول وو.

ښاغلي بدري د ختیځ زون له محترمو واليانو او د یادو ولایتونو له امنیتي مسؤلینو څخه وغوښتل چې په خپل وار د ملي پروسو په ځانګړي ډول د افغانۍ د ترویج په برخه کې خلکو ته د پوهاوي برابرولو او د ولس ملاتړ په ترلاسه کولو کې هڅې وکړي او د افغانستان بانک ته د همکارۍ لاس ورکړي.

نوموړي همدارنګه له هېواد څخه بهر ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په برخه ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه. ورپسې د ادارو تر منځ د همکاریو د کچې په هکله د خبرو اترو او بحثونو لپاره زمینه برابره شوه او د ختیځ زون د ولایتونو والیانو او امنیتي مسؤلینو په خپل وار د افغانستان بانک سره د همکارۍ په برخه کې د چمتووالي څرګندونې وکړې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 20 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 21 نېټه (1403/02/11) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته