د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۹:۵۶
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د پُست نوم: ژباړونکی (ترجمان)

آمریت: د ریاست د دفتر لوی آمریت

ګریډ: (۸) اتم

د پستونو شمېر: دوه (۲) ژباړونکي

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم ۸    

د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم ۲۲

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسؤولیتونه:

• د اجرااتو د ښه والي لپاره د انګېزې رامنځته کولو، د اغیزناکتیا او کاري ګټورتیا د زیاتولو، د ښوونیزو اړتیاوو د معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو په موخه د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، رهبري، څارل، کنټرول او ارزول؛

• له دري څخه پښتو او انګلیسي ژبو ته د کلني راپور او له انګلیسي څخه دري او پښتو ژبو ته د اقتصادي او احصائیوي بولټنونو ژباړل؛

• له پښتو او دري ژبو څخه انګلیسي ژبې ته او برعکس یې د مطبوعاتي کنفرانسونو د خبر پاڼو او راپورونو ژباړل؛

• د خپرونو او اړیکو د اړوندو سندونو او مطلبونو چې د بانک میاشتنی مجلې او بهرني ویبپاڼې لپاره د نړۍ له معتبره مجلو څخه علمي، تخصصي او اقتصادي مقالې رانغاړي، ژباړل؛

• د نړۍ له معتبره مجلو او خپرونو څخه د سیمې او نړۍ د اقتصادي متنونو او راپورونو د ژباړلو له لارې د خپرونو او اړیکو بډایه کول؛

• د بانک د نورو شعبو لخوا د رالېږل شوو سندونو ژباړل او د اړتیا په صورت کې د ژوندي (لایف) پروګرام ژباړل؛

• د مقررو، په قوانینو کې د راغلو تعدیلاتو، تګلارو او د عالي شورا لخوا د راجع شوو داسې نورو سندونو ژباړل چې د حقوقي چارو د لوی آمریت له لارې دې آمریت ته رالېږل شوي وي؛

• له دري څخه پښتو ته او برعکس یې د عامه پوهاوي برخې لپاره د روزنیزو رسالو ژباړل؛

• د ژباړې له کړنلارې سره سم د بانک د بېلابېلو شعبو لخوا د رالېږل شوو تړونونو، هوکړه لیکونو او نورو سندونو د متنونو ژباړل؛

• له دري او پښتو څخه انګلیسي ژبې ته او برعکس یې د څېړنیزو مهالنیو ژباړل او د ژباړې بورډ د لوی مدیر په نه شتون کې د لوی مدیریت د کارونو پرمخ بیول؛

• د میاشتني، ربعوار، کلني راپورونو راټولول او یو ځای کول، ژباړل او مستقیم مدیر ته د هغه لېږدول؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم او واک لرونکي مدیر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له لایحې او مقررې سره سم د کړنلارو، تګلارو او لوړ مقام د لارښوونو پر بنسټ ورسپارل کېږي.

تحصیلي درجه: لږ تر لږه د ادبیاتو، اقتصاد، مدیریت، بانکوالۍ او مالي، ادارې او سوداګرۍ، ژورنالیزم، عامې ادارې په برخو کې لیسانس او په یادو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه: لږ تر لږه په اړوند برخه کې درې (۳) کلنه کاري تجربه ولري

وړتیاوې او توانايي:

• د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• په وینا کې فصاحت او بلاغت؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛

• د کاري مسئولیت او په کاري ساحه کې د ستونزو د پېژندلو د پوهې او درک درلودل؛

• د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه د پوهاوي درلودل؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

• د دندې د محرمیت ساتل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies