د تش بست خبرتیا

Mpoya
Wed, Sep 04 2024 10:55 AM
 د تش بست خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د بست نوم:  د معلوماتو د ساتنې شنونکی (د شبکې امنیت)

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

ګریډ: (۸) آتم

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر  ۲۹    

د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۱۲

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

• د کړنو د ښه والي، د اغېزناکتیا او کاري ګټورتیا د زیاتولو، د ښوونیزو اړتیاوو د معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو او د اړوند مدیریت د چارو د مدیریت، رهبرۍ، څارلو، کنټرول او ارزولو په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

• له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، او کلني کاري پلانونو په طرحه او ترتیبولو او د اړوندو تقنیني او اداري سندونو په تعدیلولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

• د تقنیني او اداري سندونه لکه مقرراتو، لایحو، ستراتیژیو او پلانونو ، پالیسو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او معیاري فورمو د طرحې، تسوید، تعدیل او نورو پړاوونو د ترسره کولو لپاره د اړینو موادو د برابرولو په برخه کې له مستقیم مدېر سره همکاري کول؛

• د معلوماتو د ساتنې په برخه کې د کاري بهیر د اسانه کولو په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږي درلودل؛

• د اړتیا پر بنسټ د سیاستونو، د برابرۍ (انطباق) د ابزارونو او امنیتي سیستمونو په ګډون د امنیتي سیستمونو او پروګرامونو د نصبولو او تنظیمولو مدیریت کول؛

• د امنیتي پروګرامونو په اړه د معلوماتو وړاندې کول او د نویو امنیتي سیاستونو ترسره کول او اړوندو برخو ته د امنیتي سیاست د سمون لپاره د سپارښتنو کول؛

• د شبکې د امنیت ښه والي لپاره هر اړخیزې امنیتي څېړنې؛

• په شبکه کې د بریدونو او خطرونو پېژندل او د هغوی د مخنیوي لپاره د پلان چمتو کول؛

• د خطرونو د کموالي په موخه د شبکې او کمپیوټرونو څارل؛

• په شبکه کې د هر ډول شکمنو کړنو د اغېزو پېژندل؛

• د غوره امنیت لپاره په شبکه کې د امنیتي پالیسۍ پلي کول؛

• د شبکوي کړنو او موندنو اړوند د سایبري خطرونو ساتل او  کمول او همدا ډول پر شبکې څارنه ؛

• د شبکې د امنیتي خطرونو او نورو پېښو ارزول؛

• په شبکه او نورو مواردو باندې د امنیتي ټسټونو د عملیې پلي کول؛

• په شبکه کې د زیان اړونکو ټسټونه او د امنیتي ارزونو ترسره کول؛

• د شبکې د امنیت لپاره د پلانونو، راپورونو،کړنلارو او پالیسیو چمتو کول او تنظیمول؛

• د کارکوونکو لپاره د شبکې امنیت په موخه د پوهاوي پروګرامونو پلي کول؛

•  د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د بست اړین شرایط:           

د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د ماسټرۍ سند ته ترجیح ورکول کیږي.

تجربه: د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدیت، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له نورو برخو سره بلدتیا او  د شبکې ساتنې او امنیتي پروګرامونو او نورو برخو سره بلدیت، او د CND Certified Network Defender سند درلودل.

CCNP Security، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل او د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.