د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د مالي ټیکاو د کمېټې غونډه جوړه شوه
۱۴۴۴ د ربیع الثاني ۲۲ – د مالي ټیکاو د کمېټې غونډه د ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر (آخند) په مشرۍ او د افغانستان بانک د مشر تابه پلاوي، د مالیې وزارت د مالي او اداري مرستیال، د افغانستان د بانکوالۍ د ټولنې رئیس او د سوداګریزو بانکونو ونډه لرونکو په ګډون چې یو شمېر یې په انلاین ډول نښلول شوي وو، د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوه.
د دې غونډې د جوړیدو موخه، د بانکي نظام پر وړاندې شته ستونزو ته رسیدنه، د سیالیت تأمینول او د محدودیتونو رفع کول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او هېوادوالو ته د اړینو مالي او بانکي اسانتیاوو برابرول دي.
د غونډې په پیل کې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر (آخند) د بانکي سکتور د بیا رغولو په برخه کې د افغانستان بانک د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د مالي ټیکاو کمېټه د بانکي سکتور د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په موخه جوړه شوې او لازمه کاري واکونه لري چې تر اوسه پورې یې خپلې کړنې په سمه توګه تنظیم کړي او په اغېزناکه توګه په حرکت کې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو به بله برخه کې د بانکونو ونډه لروونکو ته وویل چې افغانستان اوس مهال نوې اقتصادي پاڼه پرانېستلې ده چې په دې برخه کې ستاسو او د ملي سوداګرو همکارۍ او تفاهم ته اړتیا ده. همدا ډول ښاغلي الحاج ملا عبدالغنی برادر زیاته کړه چې اسلامي امارت ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه اوري او ډاډ درکوم چې د قوانینو او مقرراتو په اډانه کې به تاسو هر یو ته رسیدنه وشي او د همدې غونډې له لارې بانکي سکتور ته زیری ورکوم چې اقتصادي مشورتي بورد چې زیاته برخه به یې خصوصي سکتور تشکیلوي، جوړ شي چې دا کار به د بانکي سکتور د لا ښه والي لپاره زمینه برابره کړي.
د دې غونډې په بله برخه کې د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي حمدالله زاهد د مالي ټیکاو د کمېټې او د هغه د غونډو د جوړیدو د ارزښت په تړاو خبرې وکړې او د بانکونو له ونډه لروونکو یې وغوښتل څو خپل هېواد ته ستانه شي او خپل رول د بانکي نظام د رغولو او د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې ولوبوي.
ورپسې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) خبرې وکړې او د بانکي سکتور په تړاو یې هر اړخیز مالومات وړاندې کړل. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې د افغانستان بانک د تیر یو کال په اوږدو کې خپله ټوله هڅه د مالي سکتور په ټیکاو او ټینګښت باندې متمرکزه کړې چې لله الحمد د پام وړ پایلې یې درلودلي دي او د ډېرو کار پوهانو د تمې او وړاند وینې خلاف یې چې ګواکې د افغانستان بانکي سکتور به د اسلامي امارت د حکومت په شپږو میاشتو کې وپاشل شي، تر اوسه پورې نه یوازې مدیریت شوی، بلکې د ښه والي او نورمال کېدو په حال کې دی.
د غونډې په دوام کې د سوداګریزو بانکونو ونډه لروونکو هر یو په خپل وار له د افغانستان بانک څخه د بانکي سکتور د اغیزناکه مدیریت او د لازمه سمونونو له کبله د مننې د څرګندولو ترڅنګ خپلې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه د ریاست والوزرا له اقتصادي مرستیال او د افغانستان بانک له رهبرۍ سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د لا همکارۍ غوښتنې وکړې.
ورپسې، د بانکونو د څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د بانکي سکتور د بیا رغولو پلان روښانه کړ او د بانکونو د ونډه لروونکو پوښتونو ته یې ځوابونه وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې، د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلا کار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د غونډې د جمعبندۍ او د د نیول شویو تصمیمونو او پرېکړو د بیا بیانولو ترڅنګ، د سوداګریزو بانکونو له ونډه لروونکو څخه وغوښتل څو د شته شرایطو په پام کې نیولو سره خپل رول د بانکي سکتور د بیا رغولو په بهیر کې په سمه توګه ولوبوي او د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختیا کې ونډه واخلي.