د افغانستان بانک د ټولو رئیس په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس ته روان شو

۱۴۴۶ شعبان المعظم ۱۸ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلی نور احمد آغا او ورسره مل پلاوی د روسیې فدراسیون یکاترینبورک ښار ته روان شو، ترڅو د اورال ټولنې له لوري جوړېدونکي "په مالي چارو کې د سایبري امنیت" نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
یاد کنفرانس، چې د فبرورۍ له ۱۹مې تر ۲۱مې دوام کوي، د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي په کې برخه اخلي، ترڅو د مالي امنیت، عصري بانکوالۍ سیستمونو او د سایبري ګواښونو پر ضد د مؤثرو تدابیرو په اړه بحثونه وکړي. په دې کنفرانس کې به د سایبري بریدونو پر وړاندې د مقاومت ځواک لوړولو، د ډیجیټل بانکوالۍ ساتنې او د نوو ټکنالوژیو د امنیتي چوکاټونو پر پراختیا خبرې وشي.
په دې کنفرانس کې ګډون به د افغانستان بانک لپاره نه یوازې د سایبري امنیت د نوې پوهې ترلاسه کولو یوه مهمه موقع وي، بلکې د هېواد د بانکي سکتور لپاره به د نړیوالو تجاربو او نوو نظریاتو سره د همکارۍ لپاره فرصتونه هم برابر کړي. د افغانستان بانک د دې کنفرانس د ګډون له لارې تمه لري چې د سایبري امنیت په برخه کې نوې تجربې ترلاسه کړي او د هېواد د بانکي سکتور لپاره لاښه امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.