د افغانستان بانک مشرتابه د ریاست الوزرا لخوا وستایل شو

Mpoya
Sun, Sep 03 2023 5:34 PM
د افغانستان بانک مشرتابه د ریاست الوزرا لخوا وستایل شو

۱۷ صفر المظفر ۱۴۴۵- د افغانستان بانک کړنې او لاسته راوړنې د ریاست الوزرا لخوا د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شوې او ملت ته د ځواب ورکوَنې او خلکو سره د اطلاعاتو د شریکولو د بهیر د پیاوړتیا په موخه د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي، لویو آمرینو او د ویاند دفتر د فعالې ونډې اخیستنې او د افغانستان بانک د ژمنتیا او هڅو څخه قدرداني ترسره شوه.

د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې کې د افغانستان بانک په استازیتوب د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا او د ریاست د دفتر لوی آمریت مرستیال ښاغلي حمیدالله فیضي ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک مشرتابه په غوره مدیریت او اغیزناکې رهبرۍ سره په تېرو دوو کلونو کې په بریالۍ توګه توانیدلای ترڅو د بانکوالۍ سکتور له بحراني حالت څخه راوباسي او د معقولو پولي سیاستونو د اغیزناک تطبیق له لارې د بانکي سکتور ملا وتړي، په هېواد کې د افغانۍ کچه کنترول او د اسعارو پر وړاندې يې ارزښت په غوره توګه وساتي چې په پایله کې یې اوسمهال افغانۍ د سیمې په باثباته پولي واحدونو کې شمیرل کیږي چې دا چاره د نړیوال بانک په څیر بین المللي ادارو لخوا هم ستایل شوې ده. همدارنګه، د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ د ودې په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري او د دې سکتور پراختیا او ودې ته ژمن دی. همداراز، د افغانستان بانک وکولای شول ترڅو د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په برخه کې اغیزمن ګامونه پورته کړي او د غیرقانوني صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو مخه ونیسي. همدارنګه، نوي بانکنوټونه چاپ او په نویو بانکنوټونو د زړو بانکنوټونو د بدلولو پروسه دوام لري.

هېره دې نه وې چې په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیالانو، د کابینې غړو، د ریاست د دفتر مسؤلینو، د اسلامي امارت ویاندویانو او خبریالانو ګډون کړی وو.

د افغانستان بانک د روڼتیا، ځواب ورکونې او ملت ته د حساب ورکونې اصولو ته ژمن دی او په دې لړ کې یې له هیڅ ډول هڅو دریغ نه دی کړی.

Latest news

Tue, Jun 03 2025 4:55 PM
Background image

Afghanistan Institute of Banking and Finance Officially Reopened

June 3, 2025 – Sediqullah Khalid, the first deputy governor of Da Afghanistan Bank, officially reopened the Afghanistan Institute of Banking and Finance (AIBF).

Speaking at the. . .

Sun, Jun 01 2025 3:47 PM
Background image

DAB Governor, Chinese Ambassador Meet on Financial and Banking Collaboration

The acting governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, met with the Chinese ambassador to Kabul, Zhao Xing, to discuss enhancing financial and banking collaboration between the. . .

Wed, Mar 19 2025 2:48 PM
Background image

DAB, MoF Ink MoU on Digital Payments

Da Afghanistan Bank (DAB) and the Ministry of Finance (MoF) signed a memorandum of understanding (MoU) regarding the transparent collection of revenues, Emirate expenditures, and. . .

BACK TO NEWS