د افغانستان بانک تاریخچه

د افغانستان بانک، د وزیرانو شورا د ۱۳۱۸/۲/۳ نیټې د ۱۵۲ ګڼې تصویب، د ملی شورا د ۱۳۱۸/۶/۱۹ نیټې د ۱۱ ګڼې تصویب، د اعیانو مجلس د ۱۳۱۸/۶/۱۲ نیټې تصویب او د ۱۳۱۸/۱۱/۱۷ نیټې د ۱۳۱۷/۵۲۸۰ د شاهانه حضور د منظورۍ پر اساس د یو سلو شل ملیونو افغانیو لومړنۍ پانګې په درلودلو سره د هېواد په پلازمینه کابل ښار کې پرانیستل شو چې کولای شوی، د افغانستان په دننه او بهر کې له لازمو واکونو او دندو سره خپلې نمایندګۍ او فروعات جوړ و سکتوري بانکونه وټاکي.

نور دلته

DAB

لیدلوری

د افغانستان بانک لیدلوری، د هغه پولي مؤسسې لید لوری دی چې نړیوال غوره فعالیتونه د بیو د ثبات ساتلو او د پیاوړي مالی سیستم لپاره پلي کوي، په کوم چې د ملي اقتصاد د ثبات، د پانګې اچونې د وړ شرایطو د جوړونې، د خصوصي سکتور د پراختیا او د پراخې اقتصادي ودې لامل کيږي.

ماموریت

 د بیو ثبات ساتل او د یو پیاوړي مالي سیستم جوړول، د افغانستان بانک ماموریت ګنل کيږي.

موخې

د افغانستان بانک عمده موخه د کورنیو بیو د ثبات تأمینول او ساتل دي، نورې موخې چې د هغې د لومړنۍ موخې تابع دي، له سیالیت (نقدینه ګۍ)، د پورونو د ورکړې له قابلیت، د بازار پر اقتصاد د ولاړ ثابت مالي سیستم له اغیزناکه فعالیت څخه ملاتړ او د ورکړې د خوندي، سالم او اغیزمن ملي سیستم له پیاوړتیا څخه عبارت دي. د افغانستان بانک د خپل لومړنۍ موخې په پام کې نیولو سره، د دولت د کلي اقتصادي سیاستونو ملاتړ کوي او دوامداره اقتصادي وده پیاوړې کوي.

اصلي دندې

هغه عمده دندې چې د افغانستان بانک د هغه د اجرأ کولو مسئولیت لري په لاندې ډول دي:د افغانستان د پولي سیاست طرح کول، تر لاس لاندې نیول او اجراءکول. د ارزي سیاست طرح،ترلاسو لاندې نيول، اجرأ او د افغانستان د اسعارو ترتیبول. د افغانستان د اسعارو د رسمي زېرمو ساتنه او اداره کول. د افغانستان د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول. د دولت د بانکوال او د مالی سلاکار او استازي په توګه دنده سر ته رسول. د جواز صادرول یا ثبتول، تنظیم او پر بانکونو، د اسعارو پر صرافانو، د پولي خدمتونو پر وړاندې  کوونکو، د ورکړې د سیستم پر مجریانو، د بها لرونکو سندونو د خدمتونو پر وړاندې کوونکو، دبیه لرونکو سندونو د لېږدونې د سیستم پر مجریانو او نورو هغو اشخاصو باندې څارنه چې د افغانستان بانک کولای شي د قانون د حکمونو مطابق د هغوی څارنه وکړي. د هغو بیه لرونکو سندونو د ورکړې او انتقال لپاره د اغېزمن او سالم سیستم جوړول، ساتنه او وده چې د دولت یا د د افغانستان بانک لخوا صادر شوي وي او د ورکړه ایزو (پرداختي) معاملو او هغو معاملو د حساب تصفیه او تسویه چې په دغه ډول بیه لرونکو سندونو کې صورت مومي.

د ستراتیژیک پلان اوه رکنونه

د افغانستان بانک ستراتیژیک پلان د ۲۰۱۷ـ ۲۰۲۰ کلونو پورې موده تر پوښښ لاندې نیسي چې د افغانستان بانک د کړنو لپاره یوه ښه تګلاره ده. دا ستراتیژیک پلان، د افغانستان بانک د لومړني ستراتیژیک پلان په دوام کې جوړ شوی او د نوي سترایژیک پلان منځپانګه په راتلونکي کې د افغانستان بانک لومړیتوبونه او کړنې رانغاړي او همدا ډول یاد ستراتیژیک اصلونه په څلورو راتلونکو کلونو کې د کړنو د ښه کیدو او د سرچینو د اغیزناکه کارونې لپاره طرحه چې د لاندې اوه ستراتیژیک اصلونو پر بنسټ ولاړه ده، ګټه واخیستل شي.

لومری ستراتیژیک اصل:

د اقتصادي ودې او ټیکاو دملاتړ په موخه دپولي سیاست د اغیزې پیاوړتیا.

 

پنځم ستراتیژیک اصل:

د اداري اغیزنا کئ زیاتول او ساتل او د اصلي کړنو او د اداري او عملیاتي میکانیزمونو دلوړولو له دوام څخه ډاډ ترلاسه کول.

 

 

دویم ستراتیژیک اصل:

د مالي نظام دټیکاو دتأمینولو او دهیواد په بانکي سیستم باندې د خلکو د اعتماد دزیاتیدو په موخه دحقوقی، مقرراتي او څارنیزو بیخبنسټونو او اډانې ټینګښت.

شپږم ستراتیژیک اصل:

دفزیکي بیخبنسټونو پراختیا او دمعلوماتي او ارتباطي تکنالوژئ د بیخبنسټونو او سیستمونو لوړول او دامنیت ټینګښت.

دریم ستراتیژیک اصل:

د مالي خدمتونو پراختیا د افغانستان بانک پریکړه کړې ده چې د محصولاتو او مالي خدمتونو په متنوع والي او همدا ډول له مالي خدمتونو څخه محرومې ډلې لکه؛ کورنۍ او کوچني او منځني شرکتونو په پام کې نیولو سره نوي بازارونه جوړ؛ مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي اسانه او د عصري بانکي خدمتونو ډولونه پراخه کړي.

 

 

اووم ستراتیژیک اصل:

د اغیزناکئ دزیاتیدو او دکارکوونکو د ودې لپاره د زمینې د برابرولو په موخه د بشری منابع د مدیریت دسیستم ښه والی.

څلورم ستراتیژیک اصل:

دورکړی د نظام د خوندیتوب او اغیزناکئ ټینګښت او د ورکړې په سیستم کې د احتمالي خطرونو دمخنیوئ او کنترول او دبیه لرونکو پاڼو لپاره د مرکزی سیستم جوړول.

اصلي ارزښتونه

ارزښتونه د افغانستان بانک د فعالیتونو بنسټ جوړوي. دا ارزښتونه د افغانستان بانک د پیژندولو او د حرکت او بهیر لاره منعکسوي. د افغانستان بانک له هر یو کارکونکي څخه تمه کیږي چې د هرې دندي په اجراء کولو کې د بانک اصلي ارزښتونه په پام کې ونیسي. د افغانستان بانک اصلي ارزښتونه په لاندي ډول دي.

 

د عامه خلکو د ګټو لپاره د خدمت ژمنه: د افغانستان بانک ژمنه کړې ده چې د عامه خلکو ضرورتونه پوره کړي.

 

شریکانو ته د خدمت تګلاره: د افغانستان بانک افتخار کوي چې د ټولو نه ښه خدمتونه خپلو شریکانو ته، د حکومت په ګډون چې د افغانستان بانک د هغه د مالي استازي په ډول کار کوي، وړاندې کوي.

اخلاق او ریښتینوالی: د افغانستان بانک ژمنه کړیده چې په خپلو ټولو کارونو کې مسلکي اخلاق او ریښتیا وساتي.

 

روڼتیا: د افغانستان بانک پر حساب ورکونې ژمن دی او د خپلو ټولو فعالیتونو په اړه د خلکو لخوا ځیر کتنۍ ته ښه راغلاست وايي.

بیلګه ایزه رهبري: د افغانستان بانک ژمنه کړې ده چې د هغه څه چې سپارښتنه يي کوي، لومړی په خپله د مؤسسې او د فرد په سطحه اجراء کړي.

 

ګروپي کار: د افغانستان بانک ژمن دی چې په خپلو ټولو فعالیتونو او په ټولو برخو کي ګروپي کار پلي کړي.

عدالت او انصاف: د افغانستان بانک ژمن دی چې د خپلو مشتریانو، کارکوونکو او نورو شریکانو سره په منصفانه ډول چلند وکړي، چې دا چلند د جنسیت په اړه حساسیت او د یو مناسب کاري چاپیریال را منځته کول هم رانغاړي.

محرمیت: د افغانستان بانک د خپلو ټولو مشتریانو، کارکوونکو او له نورو شریکانو سره په ټولو چارو کې مناسب محرمیت ته ژمن دی.