د افغان یونایټډ بانک عملیاتي کارکوونکو ته د بانکي سکتور د مشتریانو د حقونو رعایتولو په هکله روزنیز ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
Wed, Jul 17 2024 3:48 PM
د افغان یونایټډ بانک عملیاتي کارکوونکو ته د بانکي سکتور د مشتریانو د حقونو رعایتولو په هکله روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د ۱۴۴۶ محرم الحرام ۱۱ -- د افغانستان بانک د بانکوالۍ په سکتور کې د مشتریانو د حقونو د خوندیتوب، خلکو ته د معیاري بانکي خدمتونو د وړاندې کولو او خوندي، مناسبو او با کیفیته مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه د بانکونو عملیاتي څانګو لپاره یو لړ روزنیز پروګرامونه په پام کې نیولي دي چې لومړی پروګرام یې په افغان یونایټډ بانک کې ترسره شو. په دې پروګرام کې د مرکزي دفترونو عملیاتي کارکوونکو په حضوري توګه او له ولایتونو څخه په آنلاین ډول روزنه ترلاسه کړه.

د دې روزنیز پروګرام په پیل کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمریت مرستیال ښاغلي شفیق الله بارز خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي مالي خدمتونو ته د خلکو پراخه لاسرسی د افغانستان بانک له لومړیتوبونو څخه دی. هغه وويل، بانکونه مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي برابرولو له لارې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي، ځکه چې د خلکو لخوا د مالي خدمتونو کارول او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسى دې ته زمینه برابروي چې د هېواد وګړي په اقتصادي فعاليتونو کې لا ډېره برخه واخلي. همداراز، دا چاره د پراخه اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د عوایدو د نابرابرۍ او له ټولنې څخه د بېوزلۍ له منځه وړلو په څېر د لويو اقتصادي موخو د ترلاسه کولو په لاره کې اغېزناک رول لوبوي.

ښاغلي بارز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د مشتریانو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بانکي خدمتونو او محصولاتو د وړاندې کولو په برخه کې سالمه سیالي او نوښت، د بانکي خدمتونو د کیفیت ښه کول، د مشتریانو د معلوماتو محرمیت ساتل، د مشتریانو شکایتونو ته رسیدنه او هغوی ته د اړینو آسانتیاوو برابرول د مالي خدمتونو د پراختیا مهمې اړتیاوې دي.

د دې ورکشاپ په ادامه کې د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ او د مشتریانو شکایتونو ته د رسیدنې په هکله د نړیوالو اصولو، مفهومونو، لارښوونو او سالمو کړنلارو، او د مالي شمولیت مناسبو لارو چارو په تړاو د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت کارکوونکو لخوا ګټور پریزنټیشن وړاندې شو.

د ورکشاپ جمعبندي د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت مرستیال ښاغلي احمد خالد واحدي لخوا ترسره شوه او د ګډونوالو له پوښتنو، ځوابونو او وړاندیزونو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Jun 03 2025 4:55 PM
Background image

Afghanistan Institute of Banking and Finance Officially Reopened

June 3, 2025 – Sediqullah Khalid, the first deputy governor of Da Afghanistan Bank, officially reopened the Afghanistan Institute of Banking and Finance (AIBF).

Speaking at the. . .

Sun, Jun 01 2025 3:47 PM
Background image

DAB Governor, Chinese Ambassador Meet on Financial and Banking Collaboration

The acting governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, met with the Chinese ambassador to Kabul, Zhao Xing, to discuss enhancing financial and banking collaboration between the. . .

Wed, Mar 19 2025 2:48 PM
Background image

DAB, MoF Ink MoU on Digital Payments

Da Afghanistan Bank (DAB) and the Ministry of Finance (MoF) signed a memorandum of understanding (MoU) regarding the transparent collection of revenues, Emirate expenditures, and. . .

BACK TO NEWS