د افغانستان بانک په شمال شرق زون کې د غونډې جوړېدل

Mpoya
Sat, Apr 26 2025 3:49 PM
د افغانستان بانک په شمال شرق زون کې د غونډې جوړېدل

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۸ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ پلاوي چې د افغانستان بانک شمال ختیځ زون (کندز) ته یې سفر کړئ دی، د روانې شوال المکرم میاشتې په ۲۸ مه نېټه یې په کندز ولایت کې مالي خدمتونو ته د آسانه لاسرسي، ځایي اقتصادونو د پیاوړتیا او له اداینیزو سیستمونو څخه د ملاتړ په موخه غونډه جوړه کړه.

د دې غونډې په پیل کې د کندز د والي مرستیال ښاغلي مولوي حبیب الرحمن صهیب خبرې وکړې، نوموړي وویل د هېواد پرمختګ او اقتصادي ثبات هغه مهال تضمین کېدای شي، چې د خلکو ګډون، پوهه او لاسرسی د مالي خدمتونو په برخه کې پراخ شي. له همدې امله، دا ډول ولسي غونډې، چې پکې بېلابېل قشرونه را ټولېږي، د نظام د پیاوړتیا او د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا یوه مهمه وسیله ده.

ورپسې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد خبرې وکړې، نوموړي وویل، د افغانستان بانک تل کوشش کړی، چې د اغېزناکو او ګټورو سیاستونو په طرحه او پلي کولو سره، خپلو هېوادوالو ته د مالي او بانکي سکتور په برخه کې مؤثرې آسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي خالد زیاته کړه، د بانکي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې هم د پام وړ ګامونه پورته شوي او هڅه مو دا ده چې د اسلامي بانکوالۍ برخې ته لا ډېره پراختیا ورکړو، نوموړي وویل، د اسلامي بانکوالۍ د پیاوړتیا په موخه د سوداګزیزو بانکونو هغه شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ چې د تېرې ادارې له لوري د بیمې په ډول د شلو کلونو په اوږدو کې اخیستل شوې وې، بېرته سوداګریزو بانکونو ته مستردې شوې، ځکه له اسلامي شریعت سره یې مطابقت نه درلود.

ښاغلي لومړي مرستیال زیاته کړه، د بانکوالۍ سکتور د ودې او پرمختګ په موخه د مالیې له محترم وزارت سره په یوه داسې طرحه کار روان دی چې په نهایي کېدو سره به یې سوداګریز بانکونه وکولای شي چې په بنسټیزو او ملي پروژو کې د اسلامي محصولاتو پر اساس سرمایه ګذاري وکړي.

د ښاغلي خالد تر خبرو وروسته د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو په ترتیب سره د غونډې ګډونوالو ته وړو مالي تمویلاتو، مالي خدمتونو د پراختیا، بانکي سکتور، اسلامي بانکوالۍ، اداینزو سیستمونو او برېښنایي بانکوالۍ اړوند موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل.

د غونډې په ترڅ کې د کندز ولایت یو تن قومي مشر ښاغلي شیخ غلام حضرت ناصري او د دې ولایت ملي سوداګر ښاغلي الحاج غوث الله حیرت خبرې وکړې. یادو کسانو د خپلو په لړ کې د افغانستان بانک له لوري د افغانۍ د ثبات ساتنې او رامنځته شویو آسانتیاوو ستاینه وکړه او په مالي او بانکي برخو کې یې د لا زیاتو آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د دې غونډې جمعبندي د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان له لوري تر سره شوه. نوموړي وویل، د افغانستان بانک هڅه کوي چې یو شفاف، اسلامي ارزښتونو ته ژمن عصري مالي او بانکي نظام رامنځته کړي.

ښاغلي فیضان د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د برېښنایي بانکوالۍ وده، د اداینیزو سیستمونو رامنځته کول او د محلي اقتصادونو پیاوړتیا د هېواد په ټولیز اقتصاد کې مهم یاد کړل، نوموړي زیاته کړه که په دې برخه کې د مرکزي بانک هڅې که هر څومره اغېزناکې وي، خو د دولت، ملت او خصوصي سکتور له ګډې همکارۍ پرته بشپړې او مثبته نتیجه نه ورکوي. په همدې اساس، دولت باید اسلامي بانکوالۍ ته زمینه برابره کړي، خلک باید له بانکونو سره کار وکړي، مالي سواد زده کړي او له شفافو مالي لارو استفاده وکړي. دا ټول هغه څه دي چې مونږ او تاسو ګډو او ملي اهدافو ته رسولای شي.

د یادونې وړ ده چې د دې غونډې په څنګ کې د سوداګریزو بانکونو، وړو مالي تمویلاتو او برېښنایي پیسو د مؤسساتو نندارتون هم جوړ شوی دی. له دې نندارتون څخه نن د غونډې ګډونوالو لیدنه وکړه او د اړوندو مسئولینو له لوري لیدونکو ته معلومات ورکړل شول.

باید وویل شي چې دا نندارتون چې په کندز هوټل کې جوړ شوی دی، سبا ورځ به هم دوام ولري، له دې نندارتون څخه عام هېوادوال، سوداګر او کاروباریان کولای شي لیدنه وکړي او د اړوندو محصولاتو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

Latest news

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

Thu, Nov 20 2025 12:03 PM
Background image

First Deputy Governor Meets with Turkey’s TKBB Secretary General

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, during his visit to Turkey, met with Ismail Vural, the Secretary General of the Participation Banks. . .

BACK TO NEWS