د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې له ملت سره شریکې کړې

Mpoya
Wed, Jul 23 2025 5:38 PM
د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې له ملت شره شریکې کړې

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۷ مه -  د افغانستان بانک ملت ته د حساب ورکولو په موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې د افغانستان له شریف ولس سره د ۱۴۴۶ ه ق کال مهمې لاسته راوړنې او کړنې شریکې کړې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د رسنیو له لارې د افغانستان بانک د بېلابېلو برخو او د بانکي او مالي سکتورونو د مهمو لاسته راوړنو او کړنو په هکله له هېوادوالو سره مهم معلومات شریک کړل. ښاغلي خالد وویل چې په ۱۴۴۶ کال کې د افغانستان بانک وتوانید ترڅو په بیلابیلو برخو کې مهمې لاسته راوړنې او پرمختګونه ولري. هغه د افغانۍ د ارزښت ثبات ته په اشارې وویل چې د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو د تطبیق په پایله کې په ۱۴۴۶ کال کې ولس د افغانۍ په ارزښت کې د مثبتو بدلونونو شاهد وو چې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ۰.۷۹ سلنه مثبت تغییر تجربه کړ.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د خپلو خبرو په اوږدو کې د بانکي سکتور د مهمو لاسته راوړنو په هکله معلومات شریک کړل او ویې ویل چې د هېواد بانکي سکتور د شتمنیو په برخه کې نږدې ۱۵ میلیارده افغانیو، د ګټې په برخه کې د ۳.۴ میلیارده افغانیو او د پانګې په برخه کې د  ۳ میلیارده افغانیو زیاتوالی تجربه کړ. همداراز، هغه زیاته کړه چې په تېر کال کې یوازې په وروستیو دریو میاشتو کې په بانکونو کې د خلکو امانتونه ۷.۹ میلیارده افغانۍ زیات شوي دي.

هغه همداراز د بانکي خدمتونو د آسانولو، د برېښنايي بانکوالۍ او مالي سیستمونو د پراختیا او په دې برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو وویل چې په تېر کال کې د وړو مالي تمویلاتو، برېښنایي پیسو، او اداینیزو مؤسساتو لپاره د فعالیت چارچوکاټ رامنځته شوی او جوازونه ورکړل شوي دي. په هېواد کې ۶۲ نوې بانکي نمایندګۍ او غرفې پرانیستل شوې دي، دریو بانکونو له نمایندګۍ پرته د بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو لاس پورې کړی او څلورو نورو بانکونو ته د وړو تمویلاتو د دريڅو له لارې د خدمتونو د وړاندې کولو اجازه ورکړل شوې ده. همدا ډول، د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د فقر د کمولو په موخه د اسلامي مالي تمویلاتو لمنه پراخه شوې ده چې شاوخوا ۱۶ زره کسانو او شرکتونو ته اسلامي تمویلات ورکړل شوي دي. همدا ډول، د تېر کال په پرتله خلکو ته ورکړل شوي اسلامي تمویلات ۷۱ سلنه زیات شوي دي چې دا د محلي اقتصادونو د پراختیا او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په لاره کې یو مثبت ګام ګڼل کیږي.

ښاغلي خالد د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې اوسمهال سوداګریز بانکونه له نږدې ۲۰۰ نړیوالو بانکونو سره اړیکې لري او د افغانستان بانک نه یوازې دا چې په هېواد کې دننه د بانکي او مالي خدمتونو د پراختیا په موخه فعالیتونه کړې دي بلکې په خوندي، آسانه او چټکه توګه د نړیوالو مالي معاملو، صادراتو، وارداتو او عمومي سوداګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه یې د پیسو د نړیوالو انتقالاتو (ټي ټي) د پروسې طی مراحل چې له دې وړاندې د افغانستان بانک تر سره کول سوداګریزو بانکونو ته سپارلي دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او پیسو د جریان د منظم ساتلو په موخه وخت پر وخت له بازار څخه مندرس او زاړه بانکنوټونو راټولوي او د اړوندې کړنلارې سره سم یې سوځوي چې د تېر کال په اوږدو کې یې نږدې ۵ میلیارده مندرس بانکنوټونه راټول او له ګردښت څخه وایستل. همداراز، هغه په غیربانکي مالي سکتور کې د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالتیونو د میکانیزه کولو په تړاو وویل چې په هېواد کې د صرافیو او پولي خدمتونو د جوازونو شمېر زیات شوی دی او دا مهال یوازې هغه کسان چې په دې برخه کې د فعالیت جواز ولري، په بازار کې د فعالیت اجازه لري.

ښاغلي خالد د بانکي او مالي سکتور د اداراتو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو هم له ملت سره معلومات شریک کړل او ويې ویل چې د بانک مشرتابه په بېلابېلو هېوادونو کې په نړیوالو مالي او بانکي کنفرانسونو او اړوندو غونډو کې ګډون وکړ ترڅو د هېواد مالي او بانکي سکتور د نړیوالو تجربو په رڼا کې په مدرنو سیستمونو د سمبالولو په برخه کې ګامونه پورته شي. سربیره پر دې، د بانکونو، مالي ادارو او د اړوندو سکتورونو کارکوونکو ته د نوو نړیوالو تجربو، تخصصي مهارتونو او د عملي زده کړو د زمینې برابرولو په موخه د افغانستان بانک په هڅو د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت چې د افغانستان د اسلامي امارت تر فتحې وړاندې یې فعالیتونه درېدلي وو، بېرته فعال شو.

د پروګرام په بله برخه کې د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد، د بانکي او مالي خدمتونو د څارنې لوی آمریت مرستیال ښاغلي احسان الله منصور او د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت مرستیال ښاغلي شاه پور میاخیل په خپل وار د اړوندو آمریتونو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د پروګرام په وروستۍ برخه کې د هېواد د رسنیو د استازو لخوا د پوښتنو لړۍ پیل شوه چې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو مسئولینو ورته په تفصیل سره ځوابونه وویل.

Latest news

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

Thu, Nov 20 2025 12:03 PM
Background image

First Deputy Governor Meets with Turkey’s TKBB Secretary General

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, during his visit to Turkey, met with Ismail Vural, the Secretary General of the Participation Banks. . .

BACK TO NEWS