د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

Mpoya
Mon, May 04 2026 4:25 PM
د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د کړنو د ارزونې، د څارنې د پیاوړتیا او د بانکي خدمتونو د ښه والي په موخه ترسره شو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د دې سفر په ترڅ کې د خزانې، د اسنادو آرشیف او د صرافۍ د غرفو په ګډون د بانک د مختلفو برخو او د اداري سندونو او ورځنیو کړنو د بهیر څخه لیدنه وکړه او د چارو د پرمختګ څرنګوالی یې له نږدې څخه وارزوه.

ښاغلي صدیق ‌الله خالد د دې لیدنو په ترڅ کې، د لا غوره، چټکو او رڼو بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د اړوندو زونونو مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې او د اسلامي بانکوالۍ د اصولو پر اغېزناک تطبیق، د سوداګریزو بانکونو او اسلامي تمویل د خدمتونو پر کړنو د دوامداره او پر وخت څارنې، په اړوندو ولایتونو کې د صرافانو، د وړو مالي تمویلونو د موسسو او د برېښنايي اداینو د موسسو د فعالیتونو پر دقیقې څارنې او همدارنګه په ټولو چارو کې د روڼتیا د اصل په پام کې نیولو سره پر وخت د مراجعینو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

همدارنګه په یاد سفر کې د ولایتي مسوولینو سره جلا غونډې ترسره شوې چې پکې د خدمتونو د ښه والي، د ستونزو د حل او د خلکو اړتیاوو ته په اغېزناکه توګه ځواب ویلو، د افغانیو د کارونې د ترویج او په ورځنیو معاملو کې د بهرنیو اسعارو د کارونې د مخنیوي په اړه تفصیلي بحثونه وشول او د افغانستان بانک د لایحو او متحدالمالونو په پلي کولو باندې ټینګار وشو.

د یادونې وړ ده چې په دې سفر کې، د مرکز زون آمر مولوي فضل ‌الله متوکل، د ټولو ناظر ادارې مرستیال دوکتور رقیب ‌الله ابراهیمي د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ملتیا کوله.

Latest news

Tue, Jun 09 2026 4:46 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets with the Chairman of the AACC to Enhance Banking and Trade Ties

June 09, 2026— First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Sediqullah Khalid, met with the Chairman of the Afghanistan–America Chamber of Commerce (AACC), Mr. Jeffrey Grieco.

Dur. . .

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

BACK TO NEWS