د ترکمنستان – افغانستان او پاکستان د برېښنا لین (TAP) پروژې په اړه غونډه

۱۴۰۰ کال د وري ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ښارجوړونې او ځمکو وزارت له وزیر ښاغلي محمود کرزي سره د ترکمنستان – افغانستان او پاکستان د برېښنا لین د لېږد پروژې په اړه جوړه شوې غونډه کې خبرې وکړې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
په دې غونډه کې د TAP پروژې په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او تمه کېږي چې دا پروژه به د روان زیږدیز کال د آګست په میاشت کې له ټاپي او د تورغنډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژو سره یو ځای ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پاتې دې نه وي چې په دې غونډه کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت مرستیال، د کانونو او پترولیم وزارت نماینده، د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس او د چالیک شرکت نماینده هم ګډون کړی وو.