په د افغانستان بانک کې د فساد د قضیو د څېړنې په بهیر کې د ناسمو نظریاتو او تورونو په اړه توضیحات

Mpoya
Wed, Jul 01 2020 9:16 PM
DAB

د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه

نېټه: ١٣٩٩د چنګاښ ۱١

موضوع: په د افغانستان بانک کې د فساد د قضیو د څېړنې په بهیر کې د ناسمو نظریاتو او تورونو په اړه توضیحات

دا مطبوعاتي اعلامیه د د افغانستان بانک د رهبرۍ د قانوني اقداماتو پر وړاندې په دې اداره کې د فساد د څېړنې په اړه د تورونو په ځواب کې مهم ټکي رانغاړي.

د طلوع نیوز خپرونه:

• د طلوع نیوز خصوصي تلویزیون د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ په ۱۰ نېټه د شپې ۸ بجو په خپرونه کې په مرکزي بانک کې د فساد پر وړاندې مبارزې بهیر تر بحث لاندې ونیو چې په دې توګه په یاده خپرونه کې د ځینو مطرح شویو ناسمو معلوماتو د سمون او اصلاح په اړه یادونه کوو.

• د یادې خپرونې په جریان کې د ولسي جرګې یو تن ښاغلي وکیل د افغانستان بانک د لوړ پوړو کارکوونکو په ګوښه کولو کې د ملکي خدمتونو قانون پلي کولو اړتیا ته اشاره وکړه. د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د یوې خپلواکې ادارې په توګه د خپل ځانګړي قانون تابع دی او دا قانون د بحث وړ موضوعاتو د تنظیم په اړه په ځانګړې توګه د پلي کیدو وړ دی.

• همدا ډول، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مسؤل په یاده خپرونه کې د فساد په یادو قضیو کې د بانک د عالي شورا د پریکړې د بیرته اخیستلو غوښتونکی شو. د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې د یوې داسې ادارې مسؤل چې خپله له فساد سره د مبارزې ادعا کوي، خو د افغانستان بانک د عالي شورا په پریکړو کې د بدلون غوښتونکی دی. دا په داسې حال کې ده چې د بانک عالي شور چې د تصمیم نیولو تر ټولو لویه مرجع ده، د فساد اووه قضیې د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې ته استولې دي. دې غوښتنې د روڼتیا څار بنسټ خپلواکي او تمامیت تر پوښتنې لاندې راوستي او په ښکاره توګه د د افغانستان بانک د قانون نقض کول دي چې د ۳ مادې د ۳ بند پر بنست یې د د افغانستان بانک د لوړ پوړو چارواکو د دندو د اجرآتو پر وړاندې هر ډول مداخله او فشار منع کړی دی.

• سربیره پر دې، د افغانستان بانک پخواني مالي آمر قراردادیانو ته په غیر قانوني توګه د پیسو ورکړې طی مراحل کړي چې له دې امله په غیر قانوني توګه د نوموړي د ګوښه کولو ادعا بې بنسټه ده.

د ظرفیت لوړونې په اړه د افغانستان بانک د قراردادي شرکت په مدیریت کې فساد

هغه کسان چې له خپلو دندو څخه ګوښه شوي، د فساد په اوو قضیو کې ښکیل دي چې د دوسیو څېړنې یې شاوخوا یو کال دوام وکړ، خو له هغه وخت وروسته د یادو دوسیو د څېړنې د بهیر بشپړیدنه د د افغانستان بانک د پخوانۍ رهبرۍ لخوا ځنډول شوې وه. دا قضیې د فساد انفرادي موارد نه دي، بلکې د بانک د پخواني عامل پلاوي تر رهبرۍ لاندې د سیستماتیک فساد د ژور کلتور د شتون ښکارندویي کوي. د دغو قضیو له ډلې، د بېلګې په توګه د یوې قضیې په اړه نور معلومات په لاندې توګه وړاندې کیږي:

• د افغانستان بانک د څارنې برخې د ظرفیت لوړونې په موخه له یو شرکت سره د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د نومبر په میاشت کې د ۳.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت قرارداد کړی ؤ.

• ورپسې، د د افغانستان بانک دریو پخوانیو کارکوونکو د بډو په توګه له قراردادي څخه د دې قرارداد د ارزښت د ۱۰ سلنې ورکړې غوښتنه کړې وه، چې یاده موضوع څلور میاشتې مخکې د پژواک خبري اژانس لخوا هم خپره شوې وه. (https://www.pajhwok.com/en/2020/02/25/employees-dab-suspended-alleged-corruption-reinstated)

• د د افغانستان بانک له بودجې څخه د بانک د عالي شورا له تائید او له تخصیص پرته ۵۸ زره امریکایي ډالره په غیر قانوني توګه قراردادي ته ورکړل شوي دي.

• داخلي پلټنه ښکاره کوي چې ۴۵ زره امریکايي ډالره په مشکوکه توګه له یوه نړیوال شرکت څخه د یوه داخلي شرکت حساب ته لیږدول شوي ؤ.

• یاده قضیه د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې ته سپارل شوې وه، خو د معلوماتو د بشپړولو په موخه بیرته د افغانستان بانک ته راجع شوې.

• قراردادي ته د کار له اجراء څخه د ډاډ له ترلاسه کولو او د کار د محصول په نه موجودیت کې د قرارداد د پیسو ورکول.

Latest news

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

Tue, Jun 09 2026 4:46 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets with the Chairman of the AACC to Enhance Banking and Trade Ties

June 09, 2026— First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Sediqullah Khalid, met with the Chairman of the Afghanistan–America Chamber of Commerce (AACC), Mr. Jeffrey Grieco.

Dur. . .

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

BACK TO NEWS