له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره غونډه

Mpoya
Mon, Sep 06 2021 4:23 PM
له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره غونډه

۱۴۰۰ د وږي ۱۵ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد په مشرۍ له یو شمېر سوداګرو او صنعت‌کارانو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې په مالي او بانکي چارو کې د سوداګرو او صنعت‌کارانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د دې غونډې په اوږدو کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د هېواد د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د سوداګرو او صنعت‌کارانو له هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې به د دوی هر ډول مالي او بانکي ستونزو ته رسېدنه وشي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په هېواد کې د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره ژمن دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

Latest news

Tue, Jun 03 2025 4:55 PM
Background image

Afghanistan Institute of Banking and Finance Officially Reopened

June 3, 2025 – Sediqullah Khalid, the first deputy governor of Da Afghanistan Bank, officially reopened the Afghanistan Institute of Banking and Finance (AIBF).

Speaking at the. . .

Sun, Jun 01 2025 3:47 PM
Background image

DAB Governor, Chinese Ambassador Meet on Financial and Banking Collaboration

The acting governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, met with the Chinese ambassador to Kabul, Zhao Xing, to discuss enhancing financial and banking collaboration between the. . .

Wed, Mar 19 2025 2:48 PM
Background image

DAB, MoF Ink MoU on Digital Payments

Da Afghanistan Bank (DAB) and the Ministry of Finance (MoF) signed a memorandum of understanding (MoU) regarding the transparent collection of revenues, Emirate expenditures, and. . .

BACK TO NEWS