د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۱۱
د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو سره ولیدل

۱۶ شعبان المعظم ۱۴۴۵- د افغانستان بانک او د ایم ټي ان شرکت نویو مسؤلینو ترمنځ د برېښنايي معاملاتو  په برخه کې د همکارۍ او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې د افغانستان بانک په معاملاتو کې د نغدو پیسو د کارَونې د کچې راکمولو او د برېښنايي معاملاتو د ترویج په برخه کې هر ډول هڅو او نوښتونو ته د قدر په سترګه ګوري او ژمن دی ترڅو د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې په هېواد کې د بانکي او غیربانکي مالي مؤسساتو د فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي. ښاغلي بدري په راکړو ورکړو کي د برېښنایی پیسو رول مهم وباله او په یاد سکتور کې  یې د ایم ټي ان شرکت د نویو مسؤلینو لخوا د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هغوی د ژمنو هرکلی وکړ او هغوی ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي بدري زیاته کړه چې موږ چمتو یو ترڅو د معیاري او مؤثرو خدمتونو او آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د نویو سیستمونو د فعالیدو لپاره پانګوالو، شرکتونو او سوداګرو ته د همکارۍ لاس ورکړو.

د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو یادَونه وکړه چې یاد شرکت په افغانستان کې له ډیرې مودې راهیسې د هېواد وګړو ته خدمات وړاندې کوي او غواړي چې په ځانګړې توګه د برېښنايي پيسو په برخه کې د خپل فعالیت لمنه نوره هم پراخه کړي او د معیاري خدمتونو لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه نویو سیستمونو ته پراختیا ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمر ښاغلي اسد الله مشفق او د غیر بانکي مالي مؤسساتو آمریت معاون ښاغلي شاه پور میاخیل هم ګډون درلود.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۹
Background image

تدویر مجلس بمنظور تسهیل دسترسی مردم به خدمات بانکی معیاری در کشور

 6ذوالقعدة الحرام 1445- نشستی تحت رهبری محترم نوراحمد آغا معاون اول د افغانستان بانک در تالار شورای عالی این بانک برگزار گردید که هدف آن تسهیل دسترسی مردم به خدمات معیاری، ارزان و با. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

  20شوال المکرم 1445- د افغانستان بانک الی مبلغ (16) میلیون دالر امریکایی را طی داوطلبی به روز سه شنبه مؤرخ 21 شوال المکرم 1445 (11/02/1403) بطور لیلام بفروش می رساند. بدینوسیله از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۶
Background image

سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک  با سفیر ایران مقیم کابل ملاقات نمود

15 شوال المکرم 1445- محترم هدایت الله بدری سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک با محترم حسن کاظمی قمی سفیر کشور ایران مقیم کابل، دیدار نموده  و پیرامون توسعه همکاری های تجارتی و بانکی. . .

بازگشت به خبر