د تش بست خبرتیا

Mpoya
Tue, Oct 01 2024 11:28 AM
د تش بست خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د دندې عنوان: د فرنټ اینډ د پراختیا مدیر

آمریت: د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت

گریډ: اتم (۸)

د پیل نیټه : ۱۴۴۶ د ربیع الاول ۲۶

تاریخ ختم : ۱۴۴۶د ربیع الثاني ۹

د ګمارنې: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار مؤثریت او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول.

• د مستقیم مدیر سره د تقنيني او اداري اسنادو لکه مقررو، لوایحو، پلانونو، ستراتیژیانو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو ، کاري کړنلارو او د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت فورمو په طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحلو کې همکاري.

• د قوانینو د رعایت او پیروۍ په برخه کې د کاري پروسې اسانتیا لپاره له اړوندو برخو سره اړیکه او همغږي.

• د پراختیا ورکړل شوو اپلیکیشنونو د کارونې مدیریت او مستند کول.

• د اپلیکیشنونو او ویبپاڼو پراختیا، پېژندنه او د ستونزو حل کول.

• په Semantic نسخه‌ګذاري باندې د VCS په اساس د کودبیس ساتنه.

• د پراختیا ورکړل شوو اپلیکیشنونو د باینري فایلونو د استقرار (deployment) لپاره طرحه او همغږي.

• د اپلیکیشنونو او ویبپاڼو لپاره د compression، code bundling او modularization تخنیکونو په کارولو سره د کاروونکو د غوره تجربې او سرعت څخه ډاډ ترلاسه کول.

• د یوزرونو څخه معلومات راټولول او وړاندې شوو ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کول.

• د پراختیا ورکړل شوو اپلیکیشنونو ساتنه او ښه والی، او د اپلیکیشنونو او ویبپاڼو د ستونزو پېژندنه او حل.

• د رامنځته شویو اپلیکیشنونو په کارولو سره د کاروونکو روزنه.

• د پراختیا ورکړل شوو محصولاتو په پراختیا او پر وخت سپارلو کې همغږي.

• د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.

• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس درلودل، او د ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

په رسمي ژبو او انګلیسي باندې تسلط، د نښه‌ ګذاري ژبو (Markup Languages) کې عملي تجربه، د جاوا سکرېپټ، CSS، او جي کویري کاري تجربه، د براوزرونو په کارولو سره د ازموینې او ستونزو حل کولو سره بلدتیا ، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د بانکي مقرراتو او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قوانینو سره بلدتیا ، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د تحریر وړتیا، د کاري مسئولیتونو درک، د ستونزو پېژندنه، د دندې محرمیت ساتنه، او د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیسټمونو سره بلدتیا ، او همدارنګه د Application State Management, Git, Type Script, Java Script, React, Angular او Vue سره بلدتیا.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.