د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د دندې عنوان: د کوچنیو پورونو او مالي اجارې د موسسو د څارنې مدیریت غړی
آمریت: د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت
گریډ: اتم (۸)
د پیل نیټه: ۱۴۴۶ د جمادی الاول ۵
د پای نیټه: ۱۴۴۶د جمادی الاول ۱۹
د ګمارنې: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
•د قوانینو، مقرراتو او څارنیزو کړنلارو سره سم د سپارنې نه اخیستونکو کوچنیو پورونو موسسو د فعالیتونو څارنه؛
• د کاري بهیر د اسانولو لپاره له اړونده څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛
• د میاشتني، ربعوار او کلني کاري راپورونو لومړنی ترتیب او مستقیم مدیر ته لېږل؛
• د قوانینو، مقررو او نورو تقنیني اسنادو سره سم د اجارې مالي موسسو او د سپارنې نه اخیستونکو کوچنیو پورونو موسسو څارنه او ارزونه د هغوی د ثبات، سلامتیا او د قوانینو، مقررو او نور تقنیني اسنادو د رعایت څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د مالي اجارې موسسو او د سپارنې نه اخیستونکو کوچنیو پورونو موسسو ته د جواز ورکولو د بهیر په ګړندیتوب کې له جواز ورکونې مدیریت سره تخنیکي همکاري او همغږي؛
• د مالي اجارې د موسسو او د سپارنې نه اخیستونکو کوچنیو پورونو د موسسو د تګلارو، مقررو، لوایحو، معیاري فورمونو، او لنډمهاله او ستراتیژیک پلانونو په رهبرۍ او پراختیا کې د اړوند قوانینو، مقررو او کړنلارو سره سم له مستقیم مدیر سره مرسته؛
• د کاري پلان سره سم خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کاري حدودو په چوکاټ کې د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو سره سم د سرچینو، فعالیتونو او د کنترول لاندې کړنو مدیریت؛
• د قوانینو او مقرراتو او اړوندو کړنلارو سره سم د جوازونو د نوي کولو، ځنډولو، یا فسخ کولو او د مالي اجارې موسسو او د سپارنې نه اخیستونکو کوچنیو پورونو موسسو باندې د جریمې، اخطاریې او نور اقداماتو د صدور په اړه معلومات برابرول؛
• د مالي اجارې موسسو او د سپارنې نه اخیستونکو کوچنیو پورونو موسسو د سرغړونو په اړه پر وخت د مستقیم مدیر خبرول؛
• د اړتیا په صورت کې د اړونده کمیټو په غونډو کې ګډون، او د مرکزي بانک موخو ترلاسه کولو لپاره په رسمي او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون؛
• د ټاکل شوو چارو د ښه او پر وخت ترسره کولو لپاره د مدیریت له نورو لوړپوړو غړو سره همکاري.
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو، او نورو اداري لیکونو لیکنه او په ټاکلي وخت کې د دقیقې مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره طی مراحل کول؛
• په دقیق ډول د دوسیو او کارتنونو په شکل د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو ترتیب او د هارډ او سافټ کاپي ساتنه؛
• د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، عامه ادارې او محاسبې په برخه کې د لیسانس درلودل، او په یادو برخو کې د ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې:
د دندې د محرمیت ساتل، د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا،د دندې په موضوعاتو کې د تحلیل وړتیا درلودل، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیر او په دقیق ډول مالي راپور ورکونه.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.