د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

Mpoya
Wed, Jul 15 2026 6:33 PM
حریق بانکنوت‌های مندرس در زون شمال و شمال شرق د افغانستان بانک

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو څلویښت میلیونه او شپږ سوه شپیته زره) افغانیو په ارزښت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول. په دې بانکنوټونو کې د (۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) افغانۍ انواعیې شاملې وې چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې په ځانګړې بټۍ کې وسوځول شول.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند وویل چې د افغانستان بانک د هېواد د بانکي او مالي  سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او تل هڅه کوي چې هېوادوالو ته د معیاري، آسانه او شفافو بانکي خدمتونه وړاندې او په ورځینیو معاملو کې ورته آسانتیا رامنځته کړي. نو له همدې امله د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي زاړه بانکنوټونه له ګردښت څخه وایستل شول ترڅو ګران هېوادوال وکولای شي خپلې مالي راکړې ورکړې پرته له کوم ځنډ او خنډ ترسره کړي.

ښاغلي ملا محمد آخند د افغانۍ د ژر زړیدو څخه د مخنیوي په برخه کې زیاته کړه چې دا د هېوادوالو مسئولیت دی ترڅو د افغاني بانکنوټونو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي او د کارولو پر مهال یې له احتیاط څخه کار واخلي ترڅو ژر زاړه نشي.

د یادونې وړ ده چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو د استازو په شتون کې له بارولو وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا مخصوصو بټیو ته انتقال او په یو وار وسوځول شول.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

September 30, 2026 - The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS