د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې د دولتي ادارو په  لوبو کې دویم مقام خپل کړ

dab_admin
Wed, Mar 13 2019 9:01 AM
د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې د دولتي ادارو په  لوبو کې دویم مقام خپل کړ

کابل، د1397 د کب 9 مه - د دولتي ادارو د فوټبال لیګ په سیالیو په لړ کې چې د دولتي ادارو  لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې  دویم مقام تر لاسه کړ.

دغه دوستانه سیالۍ هر کال يو ځل په لاره اچول کېږي چې د روان لمریز کال د لیندۍ 30  نیټې په پیلیدو سره د فوټبال فدراسیون تر نظر لاندې د دولتي ادارو تر منځ په غازي لوبغایي کې په لاره واچول شوې.

 د دې سیالیو په  وروستۍ ورځ کې چې د کابل فدراسیون په شين میدان کې په لاره اچول شوې وه، د افغانستان بانک لوبډله د ښار او کور جوړونې وزارت لوبډلې په وړاندې میدان ته ولاړه چې په پای کې سیالۍ د 1-2 ګولونو سره  د ښار جوړونې وزارت په بریا پای ته ورسیده.

د دې سیالیو موخه د کارکوونکو د سلامتیا او روغتیا سر بېره، د دوستانه اړیکو ټینګول او په دولتي ادارو کې د همکارۍ روحیې دودول  په ګوته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې سیالیو په پای کې جایزې، مډالونه او ستاینلیکونه چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا چمتو شوي وو، د لومړي او دویم مقام  لوبډلو ته وویشل شوې چې په دې منځ کې د افغانستان بانک د فوتبال لوبډلې 12 مډالونه، څلور ستاینلیکونه او د ګول تنډیس ښاغلي سید محسن سادات ته ورکړل شو.

د یادونې وړ ده چې په سږنیو سیالیو کې د افغانستان بانک لوبډلې سر بېره، د مشرانو جرګې لوبډلې، ولسي جرګې لوبډلې، د مالیې وزارت لوبډلې، د کور جوړونې تصدي لوبډلې، د اراضي اصلاحات لوبډلې، د ښار او کورجوړونې وزارت لوبډلې  او اقتصاد وزارت لوبډلې ګډون کړی وو.

Latest news

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

Tue, Jun 09 2026 4:46 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets with the Chairman of the AACC to Enhance Banking and Trade Ties

June 09, 2026— First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Sediqullah Khalid, met with the Chairman of the Afghanistan–America Chamber of Commerce (AACC), Mr. Jeffrey Grieco.

Dur. . .

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

BACK TO NEWS