مالي خدمتونو ته د خلکو د لا زیات لاسرسي په اړه غونډه
۱۴۰۰ د مرغومي ۱۸ مه – د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د آمر ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د مالي خدمتونو د پراختیا (د ATM او POS ماشینونو د فعالولو، او له انټرنټ پرته د موبایل له لارې د بانکدارۍ خدمتونو) په اړه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا او اې ټي ایم د خپل کاره ماشینونو د بیا فعالیدو په اړه د سوداګریزو بانکونو د استازو ستونزې او وړانډیزونه واورېدل شول او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا پر اهمیت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د درنو هېوادوالو لپاره غوره مالي او بانکي خدمتونه وړاندې کړي. ښاغلي خالد دا هم وویل، چې د افغانستان بانک به د سوداګریزو بانکونو ستونزو ته د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې رسېدنه وکړي.
د افغانستان بانک یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي،چې عادي حالت ته د بانکي سکتور د را ګرځولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او انشاالله چې ډېر ژر به ښکاره پایلې تر لاسه شي.