مالي خدمتونو ته د خلکو د لا زیات لاسرسي په اړه غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۵:۲۰
مالي خدمتونو ته د خلکو د لا زیات لاسرسي په اړه غونډه

۱۴۰۰ د مرغومي ۱۸ مه – د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د آمر ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د مالي خدمتونو د پراختیا (د ATM او POS ماشینونو د فعالولو، او له انټرنټ پرته د موبایل له لارې د بانکدارۍ خدمتونو) په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا او اې ټي ایم د خپل کاره ماشینونو د بیا فعالیدو په اړه د سوداګریزو بانکونو د استازو ستونزې او وړانډیزونه واورېدل شول او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا پر اهمیت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د درنو هېوادوالو لپاره غوره مالي او بانکي خدمتونه وړاندې کړي. ښاغلي خالد دا هم وویل، چې د افغانستان بانک به د سوداګریزو بانکونو ستونزو ته د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې رسېدنه وکړي.

د افغانستان بانک یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي،چې عادي حالت ته د بانکي سکتور د را ګرځولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او انشاالله چې ډېر ژر به ښکاره پایلې تر لاسه شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د بشري مرستو په لړۍ کې یوه بله ۳۲ میلیوني کڅوړه افغانستان ته را ورسېده

۱۴۰۰د سلواغې ۵ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرستې بله کڅوړه هېواد ته را ورسېده.

د افغانستان بانک هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هر. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۴ - ۱۲:۱۵
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه د وړتیا اصل او د مسلکي ظرفیتونو ساتنې ته ژمن دی

د افغانستان بانک د ساحوي زونونو یو شمېر کارکوونکي چې وروستیو اصلاحاتو ته په پام سره له دې وړاندې د انتظار په معاش حالت کې راغلي وو. د افغانستان بانک اداري اصولو او هغه ژمنتیا ته چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۶:۳۹
Background image

د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته نن کابل ته را ورسېده

۱۴۰۰ د سلواغې ۳ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی د. . .

بېرته خبرونه ته