د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د بست نوم: د ERP او CBS مدیر
آمریت: د مالي او محاسبې لوی آمریت
ګریډ: (۸)
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم ۳
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم ۱۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د چارو د ښه والي او د کاری اغیزناکتیا د زیاتېدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، څارل، کنټرولول او ارزول؛
• د تقنیني او اداري سندونو لکه مقررو، لایحو، پلانونو، ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او فورمو د طرحه کولو، ترتیبولو، تسویدولو، تعدیلولو او طی مراحلو په موخه له مستقیم مدیر سره د موادو په چمتو کولو کې همکاري کول؛
• د کاري بهیر د لا اسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو ټینګول او د همغږي درلودل؛
• د سي بي اس سیستم او د هغه د نويو پچونو د نصبولو او پلي کولو مسئول او د تطبیقاتو د راپور ترتیبول؛
• د سي بي اس سیستم د ستونزو تعقیبولو لپاره لوی مدیر ته د راپور وړاندې کول؛
• د سي بي اس سیستم له لارې د شعبو د کاري اسانتیاوو برابرول؛
• له سموالي او کارکردګۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د بانکی سیستمونو ازمویل؛
• د سیستمونو د ازمایښت، پلي کېدو او یو ځای کېدو د راپورونو له سموالي څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
• د سي بي اس سیستمونو، معاشونو، ثابتو شتمنیو او داسې نورو د تخنیکي ستونزو شنل؛
• واک لرونکي مقام ته د سي بي اس د مدیریت لخوا د ورسپارل شوو چارو د ښه والي لپاره د رغنده نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول؛
• د تخنیکي ستونزو شنل او پر خپل وخت د ستونزو حلول؛
• د سي بي اس مدیریت د نورو اجرااتو او کړنو د بهیر ارزول؛
• د کاري پلانونو چمتو کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو او د یاد آمریت د لایحې او مقررو پر بنسټ ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرطونه
د زده کړې کچه او څانګه: لږ تر لږه د MCS, ACCA, BCS, Database Development, Application Development په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه: د دندې اړوند (۳) کاله کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
• د هېواد له رسمي ژبو او انګلېسي ژبې سره بلدتیا؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره بلدتیا؛
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو معلومول؛
• له ډله ایزه کار سره بلدتیا؛
• د دندې د محرمیت ساتل؛
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
مهم ټکي:
غوښتنکوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.