د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۳
د تش بست خبرتیا د بست نوم: د ERP او CBS مدیر آمریت: د مالي او محاسبې لوی آمریت ګریډ: (۸) د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم   ۳       د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم  ۱۸ د ګمارنې ډول: دایمي دندې او مسئولیتونه: • د چارو د ښه والي او د کاری اغیزناکتیا د زیاتېدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، څارل، کنټرولول او ارزول؛ • د تقنیني او اداري سندونو لکه مقررو، لایحو، پلانونو، ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوو

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: د ERP او CBS مدیر

آمریت: د مالي او محاسبې لوی آمریت

ګریډ: (۸)

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم   ۳    

 د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم  ۱۸

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د چارو د ښه والي او د کاری اغیزناکتیا د زیاتېدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، څارل، کنټرولول او ارزول؛

د تقنیني او اداري سندونو لکه مقررو، لایحو، پلانونو، ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او فورمو د طرحه کولو، ترتیبولو، تسویدولو، تعدیلولو او طی مراحلو په موخه له مستقیم مدیر سره د موادو په چمتو کولو کې همکاري کول؛

د کاري بهیر د لا اسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو ټینګول او د همغږي درلودل؛

د سي بي اس سیستم او د هغه د نويو پچونو د نصبولو او پلي کولو مسئول او د تطبیقاتو د راپور ترتیبول؛

د سي بي اس سیستم د ستونزو تعقیبولو لپاره لوی مدیر ته د راپور وړاندې کول؛

د سي بي اس سیستم له لارې د شعبو د کاري اسانتیاوو برابرول؛

له سموالي او کارکردګۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د بانکی سیستمونو ازمویل؛

د سیستمونو د ازمایښت، پلي کېدو او یو ځای کېدو د راپورونو له سموالي څخه د ډاډ ترلاسه کول؛

د سي بي اس سیستمونو، معاشونو، ثابتو شتمنیو او داسې نورو د تخنیکي ستونزو شنل؛

واک لرونکي مقام ته د سي بي اس د مدیریت لخوا د ورسپارل شوو چارو د ښه والي لپاره د رغنده نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول؛

د تخنیکي ستونزو شنل او پر خپل وخت د ستونزو حلول؛

د سي بي اس مدیریت د نورو اجرااتو او کړنو د بهیر ارزول؛

د کاري پلانونو چمتو کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو او د یاد آمریت د لایحې او مقررو پر بنسټ ورسپارل کېږي.

د بست اړین شرطونه

د زده کړې کچه او څانګه: لږ تر لږه د MCS, ACCA, BCS, Database Development, Application Development په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه: د دندې اړوند (۳) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

 د هېواد له رسمي ژبو او انګلېسي ژبې سره بلدتیا؛

  له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

 د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره بلدتیا؛

په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو معلومول؛

له ډله ایزه کار سره بلدتیا؛

د دندې د محرمیت ساتل؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

مهم ټکي:

غوښتنکوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies