د تش بست خبرتیا

Mpoya
Sat, Apr 27 2024 4:26 PM
د تش بست خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د پُست نوم:  د افغانستان د اداینو سېستم د ادارې عمومي مرستیال

آمریت: د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت

ګریډ: یولسم (۱۱)

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شوال المکرم  ۱۵

 د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د  شوال المکرم  ۲۹

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسووليتونه

مدیریت، رهبري، څارنه، د چارو کنټرول او د کارکوونکو او تر اثر لاندې مديريتونو له کړنو څخه د کړنو ښه والي لپاره د انګېزې جوړول، د کارد اغېزناکتیا ډېروالی، د ښوونيزو اړتياوو ټاکل او د هغوی وړتيا لوړل، همدارنګه د لوی آمر د نشتوالي پرمهال د هغه له چارو څخه سرپرستي کول؛

د افغانستان بانک له ستراتیژۍ سره د مناسبو اړیکو په رامنځته کولو سره د اداري چارو د ښه مدیریت، سمونونو او نوښتونو په اړه لوی آمر ته د لیدلوري او ستراتیژیک چوکاټ په اړه مشورې ورکول؛

له قوانینو، مقرراتو، پالیسیو او کړنلارو سره سم د سرچينو، فعالیتونو او دندو اداره کول، له کاري پلان سره سم د خدماتو وړاندې کولو لپاره؛

 د کارکوونکو د کړنو او له امله د تېروتنو موندلو او پېژندلو پرمهال، ژر تر ژره د هغو اصلاح کول او د اړوندو ستونزو په حل کې له نورو څانګو سره همکاري کول؛

له مستقیم آمر سره په مشوره د معیاري خدمتونو، همغږۍ، اسانتیاوو، د بودیجې جوړولو، پلان جوړونې، کنټرول او راپور ورکولو پروسې پلي کولو او مدیریت کولو د ډاډمنېدلو له لارې بانک ته د ارزښت اضافه کول؛

د بشري سرچينو له لوی آمريت سره د پالیسیو، مقررو، لايحو، کړنلارو، معیاري فورمو او د لنډ مهاله او ستراتیژیکو پلانونو په جوړولو کې له مستقیم آمر سره همکاري کول؛

د ملي سویچ، برېښنايي اداينو او د  (اف پی) ملي کارت څخه د اجراييه رييس په توګه لوی آمر ته راپور ورکول.  په ټولو بانکي سکتورونو کې د ګډو نښلونو خمتونو چمتو کولو او په هېواد کې د ډیجیټلي اداينو پراختیا په لاره کې کار کول، د آمريت له لیدلوري سره سم؛

ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره د اداري جوړښت، عملیاتي پالیسیو او د برېښنايي اداينو ملي سویچ، د معلوماتي ټکنالوجۍ او د انتيګرېشن نورو پروسو مديريت کول؛

د ادارې د موخو د پلي کولو سره سم د کلنۍ بودیجې، کلني کاري پلان او اوږدمهاله او لنډ مهاله ستراتیژۍ په ترتیب او وړاندې کولو کې مهم رول ترسره کول؛

 د ټولو ذینفع بنسټونو سره د APS د مرستیال په توګه پياوړې اړیکې لرل چې د ملي سویچ په فعالیتونو او ماموریت کې مهم رول لري؛

 د عايداتي ادارو د برېښنایي اداينو د چارو د ښه مدیریت لپاره د برېښنايي اداينو د هراړخيز پلان په طرحه او ترتیبولو کې مستقیمه همکاري کول؛

د ستونزو د حل او د موخو او پروګرامونو د بډاینې لپاره  مافوق آمر ته ګټورې مشورې وړاندې کول؛

د Compliance په چارو کې دوامداره همکاري د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې او د قوانینو پلي کولو په برخه کې، همدارنګه د عالي شورا د تصويبونو او پرېکړو څارنه؛

له اجناسو او اغېزناکو خدمتونو چارو برخه کې سالمې کړنې او دوامداره همکاري، همدارنګه د معلوماتي ټکنالوجۍ له لويو پروژو له پلي کولو څخه جدي څارنه کول؛

عامه پوهاوی او د برېښنايي اداينو په لور د یوازیني سویچ په توګه د ملي سویچ معرفي کول (په داخلي او نړیواله کچه)

له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ برابرول ترڅو د اړونده کارونو په اړه کاري بهیر اسانه شي؛

د برېښنايي معاملو له پلی کولو سره سم د دولتي او خصوصي ادارو لکه (بانکونو، د کوچنیو پورونو موسسې، د برېښنايي پیسو موسسې، د اداينو موسسې، دولتي ادارې او تمویل کوونکو) له کړنو څخه څارنه کول؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقيم مدیر او واک لرونکي آمر ته د راپورونو سپارل؛

د نورو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې له قانون او مقرراتو سره سم د چې د کړنلارو، لارښودونو او د مافوق مقام له لارښوونو سره سم راجع کېږي؛

د زده کړې کچه او څانګه:

د معلوماتي ټکنالوجۍ، کمپیوټر ساینس، سافټویر انجینرۍ، اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او یا محاسبه په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه: د دندې اړوند (۵) کاله کاري تجربه.

وړتیاوې:

•د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا؛ له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛ له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛ د ملي سویچ سره بشپړ بلدتیا او په نړیواله کچه د ډیجیټل کولو سره سم د ورځني بدلونونو په اړه د نوښت رامینځته کولو او مطالعې لپاره بشپړ مهارتونه درلودل؛ په وینا کې فصاحت او بلاغت؛  د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا او د پروپوزلونو تنظیم کولو او د پروژو اداره کولو وړتیا؛ د برېښنايي اداینو او ډیجیټل کولو مفاهیمو سره بلدتیا، د ISO بریښنایی اداینو معیاري مفاهیمو سره بلدتیا ، د لینکس او یونیکس، عملیاتي سیسټمونو سره آشنا کیدل، د Weblogic  او Database queries  عملی پروګرامونو  سره بلدتیا، د EMI، MMO، PSP، او API ادارو سره د ادغام وړتیا ، د کارت پروسس کولو معیارونو سره پیژندنه لکه کریډیټ کارتونه، ډیبیټ کارتونه، پری پیډ کارتونه او پوسټ پیډ کارتونه، د کاري مسوولیت او په کاري ساحه کې د ستونزو د پېژندلو د پوهې او درک درلودل؛ د دندې د محرمیت ساتل؛ د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه د پوهاوي درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.