د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د پُست نوم: د افغانستان د اداینو سېستم د ادارې عمومي مرستیال
آمریت: د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت
ګریډ: یولسم (۱۱)
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شوال المکرم ۱۵
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د شوال المکرم ۲۹
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسووليتونه
مدیریت، رهبري، څارنه، د چارو کنټرول او د کارکوونکو او تر اثر لاندې مديريتونو له کړنو څخه د کړنو ښه والي لپاره د انګېزې جوړول، د کارد اغېزناکتیا ډېروالی، د ښوونيزو اړتياوو ټاکل او د هغوی وړتيا لوړل، همدارنګه د لوی آمر د نشتوالي پرمهال د هغه له چارو څخه سرپرستي کول؛
د افغانستان بانک له ستراتیژۍ سره د مناسبو اړیکو په رامنځته کولو سره د اداري چارو د ښه مدیریت، سمونونو او نوښتونو په اړه لوی آمر ته د لیدلوري او ستراتیژیک چوکاټ په اړه مشورې ورکول؛
له قوانینو، مقرراتو، پالیسیو او کړنلارو سره سم د سرچينو، فعالیتونو او دندو اداره کول، له کاري پلان سره سم د خدماتو وړاندې کولو لپاره؛
د کارکوونکو د کړنو او له امله د تېروتنو موندلو او پېژندلو پرمهال، ژر تر ژره د هغو اصلاح کول او د اړوندو ستونزو په حل کې له نورو څانګو سره همکاري کول؛
له مستقیم آمر سره په مشوره د معیاري خدمتونو، همغږۍ، اسانتیاوو، د بودیجې جوړولو، پلان جوړونې، کنټرول او راپور ورکولو پروسې پلي کولو او مدیریت کولو د ډاډمنېدلو له لارې بانک ته د ارزښت اضافه کول؛
د بشري سرچينو له لوی آمريت سره د پالیسیو، مقررو، لايحو، کړنلارو، معیاري فورمو او د لنډ مهاله او ستراتیژیکو پلانونو په جوړولو کې له مستقیم آمر سره همکاري کول؛
د ملي سویچ، برېښنايي اداينو او د (اف پی) ملي کارت څخه د اجراييه رييس په توګه لوی آمر ته راپور ورکول. په ټولو بانکي سکتورونو کې د ګډو نښلونو خمتونو چمتو کولو او په هېواد کې د ډیجیټلي اداينو پراختیا په لاره کې کار کول، د آمريت له لیدلوري سره سم؛
ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره د اداري جوړښت، عملیاتي پالیسیو او د برېښنايي اداينو ملي سویچ، د معلوماتي ټکنالوجۍ او د انتيګرېشن نورو پروسو مديريت کول؛
د ادارې د موخو د پلي کولو سره سم د کلنۍ بودیجې، کلني کاري پلان او اوږدمهاله او لنډ مهاله ستراتیژۍ په ترتیب او وړاندې کولو کې مهم رول ترسره کول؛
د ټولو ذینفع بنسټونو سره د APS د مرستیال په توګه پياوړې اړیکې لرل چې د ملي سویچ په فعالیتونو او ماموریت کې مهم رول لري؛
د عايداتي ادارو د برېښنایي اداينو د چارو د ښه مدیریت لپاره د برېښنايي اداينو د هراړخيز پلان په طرحه او ترتیبولو کې مستقیمه همکاري کول؛
د ستونزو د حل او د موخو او پروګرامونو د بډاینې لپاره مافوق آمر ته ګټورې مشورې وړاندې کول؛
د Compliance په چارو کې دوامداره همکاري د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې او د قوانینو پلي کولو په برخه کې، همدارنګه د عالي شورا د تصويبونو او پرېکړو څارنه؛
له اجناسو او اغېزناکو خدمتونو چارو برخه کې سالمې کړنې او دوامداره همکاري، همدارنګه د معلوماتي ټکنالوجۍ له لويو پروژو له پلي کولو څخه جدي څارنه کول؛
عامه پوهاوی او د برېښنايي اداينو په لور د یوازیني سویچ په توګه د ملي سویچ معرفي کول (په داخلي او نړیواله کچه)
له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ برابرول ترڅو د اړونده کارونو په اړه کاري بهیر اسانه شي؛
د برېښنايي معاملو له پلی کولو سره سم د دولتي او خصوصي ادارو لکه (بانکونو، د کوچنیو پورونو موسسې، د برېښنايي پیسو موسسې، د اداينو موسسې، دولتي ادارې او تمویل کوونکو) له کړنو څخه څارنه کول؛
د کاري پلانونو ترتیبول او مستقيم مدیر او واک لرونکي آمر ته د راپورونو سپارل؛
د نورو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې له قانون او مقرراتو سره سم د چې د کړنلارو، لارښودونو او د مافوق مقام له لارښوونو سره سم راجع کېږي؛
د زده کړې کچه او څانګه:
د معلوماتي ټکنالوجۍ، کمپیوټر ساینس، سافټویر انجینرۍ، اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او یا محاسبه په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه: د دندې اړوند (۵) کاله کاري تجربه.
وړتیاوې:
•د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا؛ له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛ له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛ د ملي سویچ سره بشپړ بلدتیا او په نړیواله کچه د ډیجیټل کولو سره سم د ورځني بدلونونو په اړه د نوښت رامینځته کولو او مطالعې لپاره بشپړ مهارتونه درلودل؛ په وینا کې فصاحت او بلاغت؛ د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا او د پروپوزلونو تنظیم کولو او د پروژو اداره کولو وړتیا؛ د برېښنايي اداینو او ډیجیټل کولو مفاهیمو سره بلدتیا، د ISO بریښنایی اداینو معیاري مفاهیمو سره بلدتیا ، د لینکس او یونیکس، عملیاتي سیسټمونو سره آشنا کیدل، د Weblogic او Database queries عملی پروګرامونو سره بلدتیا، د EMI، MMO، PSP، او API ادارو سره د ادغام وړتیا ، د کارت پروسس کولو معیارونو سره پیژندنه لکه کریډیټ کارتونه، ډیبیټ کارتونه، پری پیډ کارتونه او پوسټ پیډ کارتونه، د کاري مسوولیت او په کاري ساحه کې د ستونزو د پېژندلو د پوهې او درک درلودل؛ د دندې د محرمیت ساتل؛ د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه د پوهاوي درلودل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.