د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د دندې عنوان: د شپې شفټ د ډیټابیس ارشد آفیسر
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
گریډ: اووم) ۷(
د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د ربیع الثانی ۲۸
د پای نېټه: ۱۴۴۷د جمادی الاول ۱۳
دندې او مسوولیتونه:
• د معلوماتو د تنظیموونکو پروګرامونو رامنځته کول، آزمایښت او اجراء کول او د ډیټابیس شنل او د هغه د ظرفیت او د اغېزناکتا د اړتیاوو دوامداره ساتلو؛
• له اړونده برخو سره په ځانګړې توګه د ډیټآبیس په برخه کې د کاري بهیر د آسانه کولو په موخه د اړیکې او همغږۍ ټینګول؛
• په مطلوب حد کې د اغېزناکتیا د ساتلو لپاره د ډیټابیس شنل، ټینګښت او څارنه او په سرور کې د سیستمونو د لاسرسي وړ ساتل او د ډیټابیس د بک اپ مدیریت، ډلبندي(Clustering)، انعکاس(Mirroring)، تکرار (Replication) او پاتې راتلل(Failover) او همدارنګه په ټاکلي وخت د بک اپ خارجي سایټ ته د بک اپ لېږدول؛
• له خطرونو څخه د ډیټابیس ساتنه او څارنه او د ډیټابیس لپاره د امنیتي سافټویرونو نصب او انسټالول؛
• د چارو د لا ښه تر سره کولو او د ډیټابیسونو د اغېزناکتیا د لوړولو په موخه له مستقیم مدیر سره د ډیټابیسونو په مدیریت، څارنه او کنترول او د مدیریت په چارو کې همکاري کول؛
• د شته ډیټابیسونو د سرورونو فعال ساتنه او د شپې په اوږدو او همدارنګه د رخصتۍ په ورځو کې د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره په همغږي د ډیتابیسونو د چارو پرمخ وړل؛
• د ډیټابیس او آپلیکیشن د برخې اړوندو سرورونو په ډومین کې د ستونزو حلول او همکاري کول
• د ډیټابیس او آپلیکیشن د ټولو سرورونو د DNS ډومین کنترول،
• د WSUS څخه په استفادې د ډیټابیس او آپلیکیشن د ټولو سرورونو نوي کول،
• د مستقیم مدیر سره په همغږۍ او د کاري مسوولیت په ساتنې سره د شفټ اړوندو چارو تسلیمي اخیستل او تسلیمي ورکول؛
• د اړوند مدیریت د کړنو د پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه د اوونیز، میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر وخت راپورونو راټولول، یوځای کول او ترتیبول؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل، تنظیم او په دقیق او منظم ډول په دوسیو او کارتنونو کې د هارډ او سافټ کاپي په بڼه ساتنه او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په لارښوونه په ټاکلي وخت د هغې طی مراحل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس او اړوندو تخصصي اسنادو درلودل او په یادو برخو کې د ماسترۍ سند درلودلو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
•د دندې اړوند (2) کاله کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
• د هېواد په رسمي ژبو او انګلیسي ژبې بلدتیا؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛
• د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي تکنالوژۍ نورو برخو سره بلدتیا؛
• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛
• د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکنې وړتیا؛
• له بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه؛
• د دندې محرمیت ساتنه،
• د افغانستان بانک د موخو او دندو په اړه د پوهاوي درلودل؛
• د اړتیا وړ سرویسونو، آپلیکېشنونو او سافټویرونو د ډیزاین او پرمخ وړلو په برخه کې د بشپړې وړتیا او نوښت درلودل؛
• په علمي او مسلکي توګه د کمپیوټر د ټولو برخو او پرزو Web Server: IIS and Apache Web Server Database: Oracle, MSSQL Server & MySQL و Platform: Linux and Microsoft Windowsسره بلدتیا .
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.