د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې د رئیس سره ولیدل

Mpoya
Tue, Jun 09 2026 4:46 PM
د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې د رئیس سره ولیدل

 ۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۳ مه  -د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس، ښاغلي جف ګریکو، سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو د بانکي روابطو د پراختیا، د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو د زیاتوالي او د بانکي سکتور د لا ثبات په اړه هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل د افغانستان بانک د یوه باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ، د خصوصي سکتور ملاتړ او د سوداګرۍ د ودې لپاره له ټولو کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د رغنده همکاریو او اړیکو پراختیا ته ژمن دی. د نوموړي په خبره موږ باور لرو چې د بانکي سکتور پیاوړتیا او د خصوصي سکټور وده د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د دوامدارې سوکالۍ مهم بنسټونه جوړوي.

ښاغلي جیف ګریکو د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ،اقتصادي ودې، د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

باید وویل شي چې، په دې غونډه کې د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، برېښنایي بانکوالۍ، د پیسو د نړیوالو لیږدونو، د مالي خدمتونو د ښه والي او د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا اړوند یو شمېر نور مهم موضوعات هم بحث شول.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د بانکونو ټولني اجرائیوي مشر ښاغلي نجیب الله امیري او د افغانستان بانک د بانکي څارنې د لوی آمریت مرستیال ښاغلي احسان الله منصور هم ګډون درلود.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS