د افغانستان بانک خبرتیا
ټولو سوداګرو، صرافانو، ترانسپورتي شرکتونو، مسافرو او درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې افغانستان ته د سیمهییزو هېوادونو د اسعارو راوړل منع دي.
درنو هېوادوالو!
هر هېواد خپل ملي پولي واحد لري چې د هغه د اقتصادي خپلواکۍ او ملي هویت څرګندونه کوي. د افغانستان پولي واحد «افغانۍ» ده، چې د سیمې د ډېرو هېوادونو په پرتله غوره ثبات لري. له همدې امله له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې په خپلو ورځنیو او سوداګریزو راکړو ورکړو کې یوازې له افغانۍ څخه استفاده وکړي او د سیمې د هېوادونو د اسعارو له کارولو څخه ډډه وکړي، څو د هېواد د پولي نظام ثبات لا پیاوړی شي.
