د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د دندې عنوان: د فرانټ اینډ د پراختیا مدیر
آمریت: د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
ګریډ: اتم (۸)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام ۷
د پای نېټه : ۱۴۴۸ محرم الحرام ۲۱
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د چارو د ښه والي او د کاري اغېزناکتیا د زیاتیدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو د کارونو مدیریت، رهبري، څارل، کنټرولول او ارزول؛
• د سافټویر د ټیم مدیریت او د وړاندې شوو پایلو د ارزولو لپاره د سافټویر پراختیا ؛
• له مستقیم مدیر سره د تقنیني او اداري سندونو لکه مقرراتو، پلانونو او ستراتیژیو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او معیاري فورمو په طرحه کولو، تسویدلو، تعدیلولو او د مراحلو په بشپړولو کې همکاري کول؛
• د خدمتونو د څرنګوالي مدیریت، د خدمتونو ښه والی او د بانک د کارکوونکو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه او د افغانستان بانک د ټولو کارکوونکو د رضایت ترلاسه کول؛
• د سیستمونو د امنیت د لا ښه والي لپاره د مناسبو لارو چارو او پروګرامونو پلي کول؛
• د دندو د لایحې له مخې همکارانو ته د کړنو د پرمخ وړلو لپاره د لارښوونو کول؛
• د هغو نویو سیستمونو د پلي کېدو د چارو پرمخ وړل چې د بانک لپاره د کورنیو او بهرنیو سرچینو له خوا رامنځته شوي وي، لکه د سیستمونو یوځای کول (Integration) او ورته نور موارد؛
• په شته پرمختللو اپلېکېشنونو او سافټویرونو کې د رامنځته شویو ستونزو حل کول؛
• د سافټویر جوړول او د اړینو اړتیاوو او غوښتنو راټولول، تر څو د لوړو امنیتي او منل شویو معیارونو له مخې اړین سیستمونه او پروګرامونه جوړ شي؛
• د شته سافټویرونو پراخه کول، د راټولو شویو معلوماتو شنل او ارزول او په شته پروګرامونو او سافټویرونو کې د ستونزو حلول؛
• د موبایل سافټویرونو جوړول او پراخه کول، د شته او نوو سافټویرونو اداره، کنټرول او د ستونزو هوارول؛
• د بانک دداخلي پرمختللو سیستمونو نوي کول او په هغه کې د نوښتونه رامنځته کول ؛
• د هغو خدمتونو پېژندل چې په برېښنايي ډول د وړاندې کولو وړتیا لري او د هغوی برېښنايي کول؛
• د اوونیز پلان طرحه او ترتیبول، د هغه له پلي کېدو څخه څارنه او د اړتیا وړ اقداماتو ترسره کول؛
• د سافټویر د پراختیا په برخه کې د کاري بهیر د اسانتیا لپاره له اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ تأمینول؛
• د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اوونیزو، میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو او د اړتیا پر مهال د راپورونو راټولول او یوځای کول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د زده کړې درجه او رشته:
د کمپیوتر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د دندې اړوند تخصصي سندونو او د ماسټرۍ سند لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي.
تجربه: د دندې اړوند (3) کلنه تجربه
مهارتونه او وړتیاوې
• د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• په وینا کې فصاحت او بلاغت؛
• له کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره اشنايي؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د افغانستان بانک د دندو او موخو په اړه د پوهې درلودل؛
• Front-end Framework = (Angular or Next.js/React.js)
• Library UI = (Tailwind CSS, jQuery or Bootstrap)
• Back-end Framework = (.NET Core, Java Spring , FastApi, Django or Laravel)
• #Programming Language = Java, python, PHP or C
• Architectures = Monolithic and Micro – services
• Technologies = Docker, RESTful API
• Database = MySQL, Server, SQLite or Oracle
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.