د افغانستان بانک مشرتابه د وړتیا اصل او د مسلکي ظرفیتونو ساتنې ته ژمن دی

د افغانستان بانک د ساحوي زونونو یو شمېر کارکوونکي چې وروستیو اصلاحاتو ته په پام سره له دې وړاندې د انتظار په معاش حالت کې راغلي وو. د افغانستان بانک اداري اصولو او هغه ژمنتیا ته چې د خپلو مسلکي ظرفیتونو د ساتنې لپاره یې لري، د یادو کسانو د دقیق نوملړ تر جوړولو وروسته له دوی سره مرکې تر سره شوې او د دوی لوړو زدهکړو، کاري تجربې او مهارتونو ته په پام سره په تشو بستونو کې په دندو وګمارل شول.
له همدې امله، د افغانستان بانک ډېری تش بستونه پوره شوي او په چارو کې د ځنډ د رامنځته کېدو مخنیوی شوی دی چې په پایله کې یې د کدرونو د منفکۍ، مسلکي کدرونو او شته وړتیاوو د بې ځایه کېدو مخه ډب شوې او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې د لا پیاوړتیا او پرمختګ بشپړه هڅه شوې ده.