د افغانستان بانک او مسفا ادارې تر منځ د همکاریو په اړه د غونډې جوړېدل
۱۴۴۳ ذوالقعده ۲۳ مه – د افغانستان بانک او د افغانستان لپاره د کوچنیو مالي خدمتونو د پانګونو د ملاتړ مرکز (مسفا) تر منځ د همکاریو ګډه غونډه جوړه شوه چې په یاده غونډه کې خلکو ته د پورونو پر ورکړې، مالي آسانتیاوو او د یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو په اړه خبرې اترې وشوې.
د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) په یاده غونډه کې د دې ادارې له استازو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د درنو هېوادوالو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.
باید وویل شي چې د مسفا ادارې استازو خلکو ته د پورونو د ورکړې او نورو مالي آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان بانک د همکارۍ غوښتنه وکړه.