د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۰:۵۳
د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 محرم الحرام 7 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د محرم الحرام د میاشتې په 8 نېټه (1403/04/24) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۱۵
Background image

په شمال زون کې مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶ د محرم الحرام ۱۶ مه – د افغانستان بانک له لوري (۱،۰۷۳،۹۶۲،۰۰۰) یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د شمال او شمال ختیځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پرمختګ په موخه د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو د کنفرانس جوړېدل

۱۴۴۶ محرم الحرام ۱۶ مه - د افغانستان اسلامي مالي اونۍ تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې چې د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو په اړه جوړ شوی ؤ، د افغانستان بانک د ریاست مقام د دفتر رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره هلې ځلې 

۱۴۴۶ محرم الحرام ۱۴ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مشر سټیفن روډریګز او مل پلاوي سره ولیدل او پر مختلفو مالي او. . .

بېرته خبرونه ته