د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پرمختګ په موخه د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو د کنفرانس جوړېدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۲۳
د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پرمختګ په موخه د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو د کنفرانس جوړېدل

۱۴۴۶ محرم الحرام ۱۶ مه - د افغانستان اسلامي مالي اونۍ تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې چې د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو په اړه جوړ شوی ؤ، د افغانستان بانک د ریاست مقام د دفتر رئیس ښاغلي صدیق الله خالد وینا وکړه.

ښاغلي صدیق الله خالد د خپلې وینا په پیل کې خوښي وښوده چې د افغانستان د مالي سکتور په ځانګړې توګه د اسلامي بانکوالۍ او د وړو قرضو ( تمویلاتو) د پراختیا لپاره په دې مهم کنفرانس کې ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړه لله الحمد د اسلامي بانکوالۍ سکتور د ډېرو ستونزو سره سره، بیا هم د پراختیا او ثبات په حال کې دی، د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو څخه په استفادې د افغانستان د شرایطو سره سم له سودي بانکوالۍ څخه اسلامي بانکوالۍ ته د بدلون لارښود او چارچوکاټ ترتیب شوي، پر بانکونو د خلکو د باور کچه د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوړېدو په حال کې ده او ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې به د مالي پراختیا په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته شي.

ښاغلي خالد وویل "د افغانستان بانک له زیات شمېر نړیوالو بنسټونو سره چې د اسلامي مالي تمویل او بانکوالۍ په برخه کې کار کوي اړیکې لري او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د لا پیاوړتیا لپاره به د نورو اسلامي هېوادونو د تجربو تر څنګ د دې نړیوالو مؤسسو له معیارونو، مالي محصولاتو او روزنیزو پروګرامونو څخه هم ګټه واخیستل شي."

همدارنګه ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د وړو تمویلاتو مالي مؤسسې د مالي محصولاتو د تنوع او په ځانګړې توګه کوچنیو سوداګریو ته د مالي محصولاتو په لاسرسي، بزګرانو ته د کرنې د ودې، کوچنیو متشبثینو ته د سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، د بې وزلۍ ( فقر) کچې په کموالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په ټوله کې د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لري.

د افغانستان بانک د دفتر رئیس زیاته کړه دې بانک د یاد سکتور د تنظیم او څارنې لپاره مقرراتي چوکاټ ترتیب او وروستی کړی او د هېواد په ټولو ولایتونو کې په شرایطو برابر هغه کسان چې غواړي د کوچنیو مالي مؤسساتو له لارې درنو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي، کولای شي د افغانستان بانک څخه جواز تر لاسه کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او تمویل کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان بانک به په یاد سکتور کې د ښه تنظیم، خوندیتوب او روڼتیا ساتنې لپاره له ټولو نړیوالو معیارونو سره سم د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

ښاغلي خالد د خپل خبرو په اوږدو کې صکوک هم د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې د ارزښت وړ یاد کړل او زیاته یې کړه چې د صکوکو په برخه کې هم ډېر پرمختګ شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به د بنسټیزو پروژو د تمویل لپاره صکوک هم صادر کړل شي.

د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له لوري د ( د افغانستان مالي اسلامي اونۍ) په نوم جوړ شوی، د افغانستان بانک سربېره د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي، په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما استازي، د یو شمېر هېوادونو سفیران، د خصوصي سکتور استازي، د سوداګریزو بانکونو استازي، د کوچنیو پورونو د ورکړې د مؤسساتو استازي او د یو شمېر نورو مالي او بانکي بنسټونو استازي ګډون درلود. دا کنفرانس چې څلور ورځې به دوام وکړي په ترڅ کې به یې په افغانستان کې اسلامي تمویلاتو، کوچنیو پورونو د ورکړې، دندو رامنځته کولو، بیوزلۍ کچې راکمولو او مالي شمولیت اړوند موضوعاتو بحثونه تر سره شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته