عامل پلاوی

د افغانستان بانک د عامل پلاوي غړي د بانک لوی رئیس، لومړی مرستیال او دویم مرستیال دي. عامل پلاوي د افغانستان بانک د ادارې او ټولو عملیاتي چارو د پرمخ وړلو مسئولیت لري.

د عامل پلاوي غړي

Governor

 

اجمل احمدي، د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست رییس

ښاغلی اجمل احمدي په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د غزني په ولایت کې زیږېدلی دی، نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په غزني ولایت کې او لوړې زده‌کړې یې له هېواده بهر پای ته رسولې دي. نوموړی د ادارې او سوداګرۍ همدارنګه اقتصاد او عامې ادارې په برخه کې د امریکا د متحده ایالتونو د هارورد او هارورد کیندی له پوهنتونونو د ماسټرۍ سندونه تر لاسه کړي دي. ښاغلي احمدي په کور دننه او له هېواده بهر له بېلابېلو ادارو سره دندې تر سره کړې دي. نوموړي د بونز الن هاملتن په څېر د پانګو او ونډو د مدیریت او مشورې ورکونې په شرکت کې همدارنګه له نړیوال بانک او د امریکا د متحده ایالتونو د خزانه دارۍ په وزارت کې دندې تر سره کړې دي او له یادو ادارو سره  ۸ کلنه کاري تجربه لري. ښاغلي اجمل احمدي د ملي یووالي حکومت پر مهال د څلورو کلونو لپاره په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کوله. نوموړی په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو او تر ۱۳۹۹ کال پورې یې د یاد وزارت د سرپرست په توګه دنده تر سره کړې ده.ښاغلی اجمل احمدي د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي د میاشتې په ۱۴ مه نېټه د ولسمشرۍ ماڼۍ ۵۴۴ ګڼې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عمومي ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.