د نړیوالې ټولنې د مرستو په لړ کې کابل ته نن د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده
![د نړیوالې ټولنې د مرستو په لړ کې کابل ته نن د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده](/sites/default/files/2022-10/1_0.jpg)
۱۴۴۴ ربیع الاول ۱۵ مه - افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن یو ځل بیا د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
د افغانستان بانک د هېواد پر مالي او بانکي سکتور د څارونکي بنسټ په توګه تل هڅه کړې ده چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکې ولري.