د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه د افغانستان بانک اعلامیه!

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۴:۵۲
د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه د افغانستان بانک اعلامیه!

د افغانستان بانک د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی او له کلونو راهیسې د پولي ثبات، مالي سیستم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه کارول کېږي. په سویس هېواد کې د یوې ادارې د جوړولو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو پرېکړه او هلته د افغانستان د اسعارو د زیرمو د یوې برخې د لېږد او غیر مرتبطو برخو ته د هغو ځانګړي کول، د خوندیتوب او روڼتیا اړین معیارونه په پام کې نه نیول، د افغانستان بانک اندېښنو ته نه پاملرنه، دا ټول د افغانستان د خلکو په حق کې نا عادلانه پرېکړه ده. دا چې دا پرېکړه د افغانستان د خلکو د رښتینو استازو په نه شتون او د افغانستان بانک له ګډون پرته شوې، د منلو وړ نه ده.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۲:۱۵
Background image

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مشرې سره غونډه

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۴ مه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې آغلې رزا اوتونبایوا سره د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادريس) ولیدل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۶:۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د 1444 د جمادي الاول 12مه - د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د پرېکړو کولو تر ټولو لوړه مرجع ده، د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د مناسبو پولي سیاستونو د پلي کولو او د بانکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۳:۱۵
Background image

افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو د بشري مرستو  بله کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۲ مه -  افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې بله کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې. . .

بېرته خبرونه ته