د بلخ ولایت د حیرتان په نائب آباد سیمه کې د افغانستان بانک د غرفې مدیریت پرانیستل شو

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۳۳
د بلخ ولایت د حیرتان په نائب آباد سیمه کې د افغانستان بانک د غرفې مدیریت پرانیستل شو

د افغانستان بانک د بلخ ولایت د حیرتان بندر په نائب آباد سیمه د غرفې مدیریت رسماً پرانیست. د دې مدیریت د پرانیستلو هدف د بانکي خدمتونو پراختیا، د مالي شمولیت زیاتوالی، سوداګرو او د محلي اوسېدونکو لپاره د اسانه او اغېزناکو بانکي خدمتونو وړاندې کول دي.

د دې مدیریت د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان بانک د شمال زون مسئولینو، د سیمه ییزو ادارو استازو، د سوداګرو، صنعتکارانو، او نورو مېلمنو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د افغانستان بانک له زونونو او نمایندګیو څخه د لیدنې په موخه سفر درلود، نوموړي د هېواد په اقتصاد کې د بانکي سکتور پراختیا د ارزښت وړ یاده کړې وه او ژمنه یې کړې وه چې د هېواد په ټولو برخو کې به درنو هېوادوالو ته د غوره مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر هغو سیمو کې چې له دې وړاندې هلته بانکي څانګې موجودې نه وې نوې څانګې پرانیستلې دي. دا بانک ژمن دی چې د بانکي سکتور د پراختیا، ټیکاو او ټینګښت لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۲۹
Background image

د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵ مه - د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې د (۲) بند پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د (۱۸۲۵/۶۹۶) ګڼې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

بېرته خبرونه ته