د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت لاسته راوړنې
![د افغانستان بانک](/sites/default/files/2019-03/96_5.png)
کابل، د سلواغې ۳۰- د هغو اندیښنو په پام کې نیولو سره چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې شوي؛ ټولوهېوادوالو په ځانګړې توګه مالي او سوداګریزو ادارو ته خبر ورکول کېږي چې په هېواد کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې شته قوانین، مقررات او لایحې له پرمختللو او نړیوالو منل شویو معیارونو سره سم تنظیم شوي دي. د افغانستان حکومت اړوندو ادارو په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې (FATF) عملیاتي پلان بشپړ کړی او په بریاليتوب سره د ساحې دننه د ارزونې د پروسې له بشپړولو وروسته د یاد سازمان لخوا له خړ لست څخه بهر شوی او اوس مهال افغانستان د دې سازمان په سپین لست کې ځای لري.
د افغانستان اصلاحي پروګرامونه او د مالي نظام کړنې د نړیوالو معتبرو ادارو په ځانګړې توګه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې لخوا تائید او ترې ملاتړ شوی دی. د افغانستان بانک د اړوندو ادارو په استازیتوب د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې لاسته راوړنې له هېوادوالو سره شریکوي:
• د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې له سپارښتنو سره سم د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د قوانینو او مقررو بشپړول چې دا مهال د قانون د تنفیذ، عدلي او قضايي مراجعو لخوا په عملي ډول کارول کېږي؛
• د پیسو د نړیوال صندوق په همکارۍ د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د څارنیزو، عملیاتي کړنلارو او لارښوونو نهايي کول؛
• د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز جوړول؛ دې مرکز د پیسو وینځلو د ۱۱ پیښو په تړاو د حقیقي او حکمي اشخاصو د محکومیت لپاره حکمونه صادر کړي او د اړوندو اشخاصو شتمنۍ یې مصادره کړي دي؛
• د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لا پیاوړتیا؛ یاد مرکز په ۱۳۹۷ مالي کال کې د نشه يي توکو ۲۰۷ پیښې نهايي کړي دي؛
• د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د مرکز پیاوړتیا؛ دې مرکز په ۱۳۹۷ مالي کال کې د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د تمویل په تړاو ۱۹ پيښې څیړلي دي؛
• د پولیسو، عدلي او قضايي ادارو د څارنیزو او اطلاعاتي جوړښتونو پیاوړي کول؛
• د افغانستان د لوی څارنوالۍ په اداره کې له اداري فساد سره د مبارزې د نوي معاونیت جوړېدل؛
• د افغانستان د لوی څارنوالۍ په اداره کې د شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو د ادارې (Office of the Asset Recovery) جوړېدل؛
• د قانون د تنفیذ، عدلي ، مالیاتي، ګمرکي او د مالي استخباراتو د ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پیاوړي کول؛ په ۱۳۹۷ مالي کال کې د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل، نشه يي توکو، اداري فساد او د لوړ پوړو دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبتولو په ګډو د نورو جرمونو د ۲۵۱ پیښو معلومات تبادله شوي دي.
• د مالي استخباراتو ادارې د مالي استخباراتو په اړه د معلوماتو د تبادلې د زیاتولو په موخه تر اوسه پورې د ۱۸ هېوادونو د مالي استخباراتو له ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې د هوکړه لیکونو شمېر زیات کړي.
• د نړیوالې همکارۍ زیاتول؛ د ۱۳۹۷ مالي کال په اوږدو کې د مالي استخباراتو ادارې د ۱۵ هېوادونو د مالي استخباراتو له ادارو او د ویسټرن یونین د مالي استخباراتو له ادارې سره ۵۳ مالي اطلاعات تبادله کړي دي. همدا ډول، د دوه اړخیزه عدلي همکاریو لپاره هڅې دوام لري؛
• په ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو او د هېواد په ځمکني بندرونو کې نورو هېوادونو ته د فزیکي پیسو د لېږد د څرګندولو لپاره د اسیکوډا (ASYCUDA) سیستم نصب شوی دی.
• د ګمرکونو د لوی ریاست لخوا په نړیوالو هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو کې د پیسو، اسعارو او د بې نومه معاملې وړ سندونو د لېږدولو د کنټرول او د راپور ورکونې مقررې تطبیق کړي دي؛
• د مالیاتي او ګمرکي محصول د تیښتې په اړه د مالي استخباراتو ادارې، د عوایدو د لوی ریاست او د ګمرکونو د لوی ریاست ترمنځ د معلوماتو د تبادلې پیاوړي کول؛
• په هېواد کې د ۱۷ عامه او خصوصي سکتورونو د ادارو لخوا د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د ملي خطرونو د ارزولو پیل چې موخه یې په بیلابیلو سکتورونو کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د زیان مننې پيژندنه او په هېواد کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د اغېزناکۍ د زیاتولو په موخه د لومړیتوبونو تثبیتول دي. د یاد پلان له مخې، دا ارزونه د روان زیږدیز کال په منځ کې بشپړیږي.
• د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د تأمینولو په موخه د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل سره د مبارزې د همغږۍ د عالی کمیسیون جوړول؛
• د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې له قوانینو او مقررو سره د مطابقت او پیروۍ د همغږۍ کمیټې جوړول؛
• په مالي ادارو په ځانګړي توګه د هېواد په سوداګریزو بانکونو کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې له قوانینو او مقررو څخه د تطابق او پیروۍ پیاوړي کول؛
• په ۱۳۹۷ مالي کال کې له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او له حواله کوونکو څخه د افغانستان بانک لخوا د ۳۱ ساحې دننه او نور موخه لرونکو څارنو ترسره کول؛
• له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کاله پورې د ۶ صرافانو او ۲۲۸ پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د فعالیت د جوازونو فسخ کول او په تور لست کې د هغه زیاتول؛
• له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کاله پورې د افغانستان بانک لخوا د ۲ صرافانو او ۲۵ پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د فعالیت د جوازونو ځنډول؛
• د لا ښه مراقبت او کنټرول په موخه د لوړ خطر لرونکو اشخاصو په لست کې د ۴۵۴ اشخاصو، شرکتونو، صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شاملول؛
• د بهرنیو اسعارو د لیلام د بهیر برېښنايي (الکترونیکي) کول؛
• په مرکز او ولایتونو کې پر مالي ادارو باندې د افغانستان بانک د څارنې د حدودو، شمېر او بهیر نوي کول؛
• د مالي استخباراتو له ادارې سره د بیمې شرکتونو، د کوچني مالي ادارو، د پولي برېښنايي (الکترونیکي) ادارو، د پولي خدمتونو د شرکتونو او صرافانو نښلول؛
• د تدارکاتو د ملي ادارې، د شتمنیو د ثبت ادارې او د ویسټرن یونین له ادارې سره د مالي استخباراتو د ادارې نښلول؛
• د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د لستونو د پلې کولو د بهیر برېښنايي کول؛
سره له دې چې پورته یاد شوي اقدامات ټول له نړیوال منل شویو معیارونو سره سم ترسره شوي، حکومتي ادارې په ځانګړي توګه د افغانستان بانک ژمن دی چې په دې برخه کې لا زیات اصلاحي پروګرامونه تطبیق کړي. له همدې امله ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې اوسنی وضعیت اصلاً له پخوا سره د پرتلې وړ نه دی او دا بهیر به دوام ومومي.