د تش بست خبرتیا

Mpoya
Sun, Nov 10 2024 4:17 PM
د تش بست خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د دندې عنوان: عمومي څارونکی

آمریت: د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت 

گریډ: اتم (8)

د بستونو شمېر: دوه ( 2)

د پیل نېټه: 1446 جمادی الاول 7

د پای نېټه : 1446 جمادی الاول 21

د اعلان ډول: داخلي او بهرني

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

• په اغېزناک او ګټور ډول د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له قوانینو، مقرراتو او پالیسیو سره سم په کاري حدودو کې تر کنټرول لاندې سرچینو، کړنو او اجرااتو مدیریت؛

• له کړنلارې سره سم د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره د کلني پلان په ترتیبولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول او د اجرااتو په اړه مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د راپور وړاندې کول؛ 

• د کاري بهیر د اسانه کولو لپاره له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛

• د مستقیم مدیر له لارښوونې سره سم د ټاکل شوو موضوعګانو د حلولو لپاره د ادارو له مسئولینو سره د اړیکو ټینګول؛

• د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت د تګلارو، مقررو، لوایحو، معیاري فورمو او د لنډ مهاله او ستراتیژیکو پلانونو په رهبري، پراختیا او تعدیلولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛ 

• له اړوندې کړنلارې سره سم په مرکز او ولایتونو کې د صرافیو او د پولي خدمتونو د شرکتونو د کړنو څارل؛

• د ساحې دننه څارنې پر مهال د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د راپورونو شنل او له اړوندې کړنلارې او مقررو سره سم د هغه په اړه د اقداماتو ترسره کول؛

• د غیر بانکي مالي موسسو د راپورونو توحیدول او د آمریت لوړ پوړو غړو ته د هغې لیږل؛

• د افغانستان بانک د ستراتیژۍ له مخې د سمونونو او نوښتونو راوستل او د لوایحو، کړنلارو او پالیسیو د پلي کولو ملاتړ کول؛ 

• د کمیت او کیفیت له پلوه د اړوند زون د څارنیز راپور ترتیبول، تنظیمول، ساتل او مستقیم مدیر ته د هغه وړاندې کول؛

• د غیربانکي کړنو دجواز ترلاسه کولو په موخه د غوښتونکو د سندونو ارزول؛ 

• د جواز ترلاسه کولو، جواز نوي کولو، مسلک پرېښودلو او فسخه کولو اړوند له مقرراتو او کړنلارو سره سم د غوښتونکو د شته یا بدل شوو لارو چارو (طریقو) په اړه د انفرادي او شرکتي صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو او د غیر بانکي مالي موسسو او د هغوی د مدیریت غړو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول؛ 

• له اړتیا سره سم د اړوندو کمېټو په غونډو او د افغانستان بانک د موخو ترلاسه کولو لپاره په رسمي او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول؛ 

• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو، او نورو اداري لیکونو لیکل او په ټاکلي وخت د دقیقې مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره د هغه طی مراحل؛ 

• په هارډ او سافت ډول په دوسیو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او داسې نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې او د لایحې او مقررو پر بنسټ سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، عامه ادارې او محاسبې په برخو کې د لیسانس درلودل او په یادو برخو کې د ماسترۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (3) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د دندې د محرمیت ساتل، د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا،د دندې په موضوعاتو کې د شنلو د وړتیا درلودل، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیر او په دقیق ډول مالي راپور ورکونه.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• مینه وال کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.